Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اداري اصلاحات،د ظرفیت د لوړولو د پروګرام عملي کول د بروکسل د غونډې مهم بحثونه دي

چارواکي وايي چې اداري اصلاحات او د «سي ، بي، آر»یا د ظرفیت جوړولو پروګرام پایلې د بروکسل غونډې له مهمو بحثونو ګنل کېږي.

د ظرفیت لوړولو یا سي بي ار پروګرام څه باندې څلور کاله وړاندې پیل شوی دی او د دغه پروګرام رئیس مني چې ټاکل شوې موخه به د ۲۰۱۷ کال تر پایه به ترلاسه نه شي.

داسې ادعاوې شته په دغه پروګرام کې د ملي یووالي حکومت د چارواکو خپلوان او پلویان لارې مومي.

د کارکوونکو د ټولنې مسؤولان وايي چې له همدې امله په ډېریو موردو کې په دولتي ادارو کې د مسلکي کسانو پر ځای غیر مسلکي کسان ځای ناستي شوي دي.

د افغانستان د کار کوونکو د ټولنې رئیس معروف قادري وویل:«په ډېریو مواردو کې لیدل شوي دي یو شمېر کسان له هغې وروسته چې په دولتي پُستونو کې ګمارل شوي دي بیا د د سي بي ار په چوکاټ کې تنظیم شوي دي او دا کار ښيي چې په دغه بهیر کې د روڼتیا نشتوالی جدي اندېښنې رامنځته کړي دي.»

له بلخوا له دولتي ادارو څخه یوشمېر کوښه کړل شوي کارکوونکي په هېواد کې د ظرفیت د لوړولو پروګرام غیر معیاري عملي کېدل د اداري فساد اصلي منشأ او په دولتي ادارو کې غوره امتیازاتو ته د مافیا لاسرسۍ بولي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تقنین پخوانی رئیس حسام الدین تالقاني وايي:«د سي بي ار پروګرام هېڅ ډول حقوقي ځای نه‎لري او دغه پروګرام دم‎ګړۍ د دولتي ادارو په چوکاټ کې د چارواکو خپلوان لوړو پُستونو او لوړو حقوقو ته د رسېدو لپاره وسیله دی.»

په افغانستان کې د سي بي ار پروګرام د عملي کېدو لپاره د مرسته کوونکو موخه د افغان حکومت د ملاتړ پر بنسټ د کابل په غونډه کې ترسره شو ترڅو له دغې لارې د دولت له بودیجې څخه د نړیوالې ټولنې د مرستو د لګښت زمینه برابره شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل څرګنده کړه:«هر څوک چې په مشرۍ کې وي باید د کسانو غوراوی یوازې د هغه د کاري وړتیا پر بنسټ هغه وګمارل شي چې دغه کار د سیستم د ښه والي لپاره زمینه برابره وي.»

خو د سي بي ار پروګرام مسؤولان د دغه پروګرام پڅوالی د ولسمشریزو ټاکنو او د هېواد په سیاسي وضعیت پورې تړي،خو وايي چې د دغه پروګرام له پیل څخه سترې لاسته راوړنې یې لرلې دي.

هغوی د دغه پروګرام په چوکاټ کې د کسانو په ټاکنه کې پلوي نه ردوي.

د ظرفیت لوړنې پروګرام رئیس نجیب الله وردګ وویل:«په دغه بهیر کې پلوي شتون لري،خو د ولسمشر جدي سیاسي ژمنه موږ ته هیله راکوي چې ډېر ژر به دغه ستونزه حل شي.»

چارواکي وايي چې اداري اصلاحات او د «سي ، بي، آر»یا د ظرفیت جوړولو پروګرام پایلې د بروکسل غونډې له

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه