Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فساد د لویو دوسیو د څېړنې له«ستونزوالي»څخه اندېښنې

له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره د فساد د لویو دوسیو په څېړلو کې د عدلي او قضايي مرکز بریالیتوب ستونزمن ګني.

د یادې ادارې رئیس وايي دغه مرکز به هغه مهال بریالی وي چې د زورواکو لاسونه لنډ کړي.

له اداري فساد سره د مبارزې د عالي شورا رئیس حسین فخري وویل:«کار باید په دقت او په بشپړ ارزونې سره تر سره شي،ځکه ځینې کسان چې د خطر احساس کوي په دې وروستیو کې یې ځانونه یې د اپوزیسیون له غړو او یا معترضو کسانو په ډله ښکاره کړي دي. نو باید عدلي او قضايي مرکز خپل کار د قانون او مقرراتو په چوکاټ کې په دقت او ارزونې سره ترسره کړي.»

ولسمشر د دغه مرکز د پرانیستې پرمهال ژمنه وکړه چې دا مرکز به د فساد سترې دوسې په جدي توګه وڅېړي، خو اوس داسې نیوکې شته چې په دې برخه کې تر اوسه لازم کارونه نه دي شوي.

له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې رئیس وايي دا مرکز له فساد سره د مبارزې په چاره کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

کارپوهان په دې باور دي چې له پایلې لرلو پرته د دغه مرکز د کار دوام پوښته راپورته کوونکی دی.

د سیاسي چارو کارپوه آصف بکتاش په دې اړه څرګنده کړه:«د ۱۵ کلونو په اوږدو کې له اداري فساد سره د مبارزې تر نامه لاندې د دې په شان کمېسیونونه او بېلابېلې ادارې رامنځته شوې چې په پای کې په خپله همغه مرکز په د فساد په مرکز بدل شوی دی.»

لویه څارنوالۍ د دغه مرکز د کار په اړه څه نه وايي، خو په دغه مرکز کې د فساد د سترو دوسیو د څېړلو د ځنډ لامل څه دی؟

د سیاسي چارو شنوونکي طاهر هاشمي داسي نظر لري:«عدلي او قضايي مرکز تر هغه مهاله خپل کار نه پیلوي چې اشخاص او کسان زورواکي او یا هم په دولت پورې تړاو لري.ټول په سفارتونو کې ځای پر ځای شوي،په بهرنیو هېوادونو کې په پُستونو کې ځای پر ځای شي له هغې وروسته دغه مرکز پر بې وزلو خلکو خپل کار پیلوي او وړې او ناچیزه دوسیې پیلوي.»

ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې حکومت د بروکسل په غونډه کې ګډون وکړي، له فساد سره جدي مبارزه د حکومت له ژمنو څخه وو چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړې وې وبه لیدل شي چې تر هغه وخته به حکومت خپلې ژمنې عملي کړي که نه.

له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره د فساد د لویو دوسیو په څېړلو کې د عدلي او قضايي مرکز بریالیت

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه