Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بروکسل په غونډه کې له افغان دولت سره نړیوالې مسرتې به سپین چک نه بلکې مشروطې وي

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی وايي چې نړیواله ټولنه به د بروکسل په ناسته کې له افغانستان سره د درې مېلیاردو مرستو ژمنه به وکړي.

خو دغه مرستې به سپين چک نه بلکې د اصلاحاتو په راوستلو او د فساد پروړاندې د افغان حکومت تر مبارزې پورې به مشروطې واوسېږي.

د بروکسل غونډه د افغانستان لپاره ستر ازموینه، په دې غونډه کې به د ملي یووالي حکومت مشران خپلې کړنې نړیوالې ټولنې ته څرګندې کړي او همداراز خپل راتلونکي پروګرامونه به وړاندې کړي.

که چېرې د ملي یووالي حکومت کړنو د نړیوالې ټولنې قناعت حاصل کړ او د حکومت راتلونکي پروګرامونه هم د نړیوالو لخوا تاید شي هغه مهال به نړیواله ټولنه هم له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانکړي استازي رېچارډ اولسون وویل:«افغانستان ته د امریکا او نړیوالې ټولنې مرستې سپین چک نه دي، زموږ ملاتړ د حکومت په پرمختګ پورې مشروطې دی. دا ملاتړ د افغانستان د حکومت د کارونو او وړتیاو پورې اړه لري.»

دا امریکايي ډیپلومات وايي چې واشنګټن به هڅه وکړي ترڅو له افغانستان سره خپلې مرستې تر ۲۰۲۰ زیږدیز کاله وغځوي. امریکامتحده ایالاتونه هر کال پنځه مېلیارده ډالره په افغانستان کې لګوي.

ښاغلي اولسون زیاته کړه:« دا پټه نه ده چې افغانستان تر ډېره د نړیوالې ټولنې مرستو پورې تړلی دی، او د حکومت کابو ۷۰ سلنه لګښتونه د نړیوالې ټولنې لخوا مرسته کېږي. د افغانستان د حکومت موخه داده ترڅو د نړیوالې ټولنې په مرستو د اتکا راکمولو په موخه خپل کورني عواید ډېر کړي.»

په دې لړ کې په ملي یووالي حکومت نیوکه کېږي چې خپل ډېری ژمنې یې عملي کړي نه دي او حکومت ته د نړیوالې ټولنې لخوا د سپارل شویو ژمنو نه عملي کېدل کولی شي په دننه او بهر کې د حکومت اعتبار ته زیان ورسوي.

د بروکسل غونډې ته یوه اوونې پاتې ده، افغانستان چې د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري د تازه مرستو راجلبول ډېر مهم بلل کېږي البته دا مرستې د حکومت د کړنو په څرنګوالي پورې په مستقیمه توګه تړاو لري. وبه لیدل شې چې د حکومت مشران به د بروکسل په غونډه کې څه لاسته راوړنه ولري.

د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی وايي چې نړیواله ټولنه به د بروکسل په ناسته کې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه