د افغانستان او اروپايي ټولن چارواکو تېره ورځ(سېشنبې د تلې۱۳مه) د بروکسل ناستې په څنډه کې د کډوالو پر موضوع خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او اروپايي ټولنې د کډوالو بېرته راستنېدو څرنګوالي په اړه هوکړه لاسلیک کړې ده.
د دې سند له مخې به د کډوالو په برخه کې ستونزو، غیر منظمې کډوالۍ او نامتناسب حالت سمولو لپاره به ګډ سیاسي هوډ وي او په ګډه به دواړې خواوې هڅې کوي.
همداراز دې هوکړه کې راغلي، د هغو کډوالو غوښتنې چې د اروپايي ټولنې قوانینو سره سمون نلري، بېرته افغانستان ته واستول شي.
د «د راتلونکې لپاره د ګډې همکارۍ» هوکړه د شپږو میاشتو د هڅو پایله ده چې د کډوالو بیا ستنېدو او ځای پر ځای کېدو لپاره زمینه برابروي.
په دې لیدنه کې د کډوالو بېرته ستنېدو په برخه کې له پرتو ستونزو سره د مبارزې په برخه کې او ګډې همکارۍ، د غیرقانوني کډوالیو خطرونو کموالي او هغه کسان چې افغانستان ته ستنیږي د هغوی پر ادغام خبرې اترې وشوې.
په دې لیدنه کې همداراز افغانستان او اروپايي ټولنې هوکړه وکړه چې په نېږدې راتلونکې کې به د ګډو همکاریو لومړۍ ناسته ترسره شي.
په دې اړه مو اندونه