لسو افغاني شرکتونو په ترکیه کې د سوداګریزو توکو نندارتون کې ګډون کړی او خپل تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړي دي.
دغه نندارتون تيره ورځ(پنجشنبې د لیندۍ په ۶مه نېټه) استانبول ښار کې د نړۍ پنځه سوه شرکتونو په ګډون پيل شوی او درې ورځې دوام کوي
استانبول کې د افغانستان کنسلګري وايي چې نندارې ته د افغاني توکو وړاندې کولو سره هڅه کوي چې کورنیو تولیداتو ته په ترکیه کې ښه بازار پیدا کړي.
افغان سوداګرو نندارې ته زعفران، وچه میوه او نور خوراکي توکي وړاندې کړي دي.
سوداګر په دې باور دي چې ترکیه اروپا ته د افغانستان د تولیداتو لپاره لار ده، او ټینګار کوي چې افغانستان باید له دغه هېواد سره خپلې ترانیزیتي اړیکې پراخې کړي.