Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سند: د پور سربېره، غضنفر نفت ته ۱۲ مېلیونه ډالر لېږدول شوي

د دې سربېره چې د یوسف غضنفر کورنۍ پورې اړوند ځينې شرکتونه چې کابو ۵۲ مېلیونه ډالر له مالیې وزارت څخه پوروړي دي، خو طلوع نیوز یوه چک ته لاسرسۍ پیدا کړی چې د دې ښودنه کوي مالیې وزارت د روان کال په پيل کې کابو ۱۲ مېلیونه ډالره د غضنفر نفت شرکت بانکي حساب ته لېږدولي دي.

دا سندونه ښيي چې د زمي سمیع، فردوسي بلخي، رڼا خسرو او پسرلي شرافت شرکتونه د غضنفر په کورنۍ پورې اړوند هغه څلور شرکتونه دي چې د چاپان د مرستو شویو د پېسو د لېږد له امله له تېرو  یوولسو کلونو راهیسې شاوخوا ۵۲ مېلیون ډالره پوروړي دي.

د یوه سند له مخې مالیې او د ملي دفاغ وزارتونو د ولسمشر غني په تایید سره له غضنفر شرکتونو نه د پورړونو د ترلاسه کولو لپاره؛ دغه شرکت ته د پیسو ورکول درولې دي.

خو د سږکال په لومړیو کې د بانک دا چک ښيي چې د غضنفر د تېلو شرکت توانېدلی دی چې له مالیې وزارت نه خپل ۱۲ مېلیون ډالره ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې لا د دغو شرکتونو پورونه نه دي ورکړل شوي.

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وویل:«په خپله ۹۰۰ مېلیونه افغانۍ چې په اړه خبرې کېږي، د دغه شرکت هغه پیسې له ملي دفاع وزارت سره له تړونونو دي، د تامیناتو پیسې دي، د خپل شرکت پېسې دي چې بېرته ورکړل شوې.»

د پوروړو شرکتونو او غضنفر شرکت مسوولان نه غواړي چې په دې تړاو څه ووايي، خو د دغو شرکتونو یو استازی په یوه غږیز پيعام کې طلوع نیوز ته د غضنفر شرکت او پورړونو شرکتونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو خبر ورکړی دی.

د مالیې وزارت د مطبوعاتو امر فرید نوښت هم وايي:«د جاپان د تېلو له مرستې شپږ شرکتونو پوروړي دي. غضنفر شرکت کابو ۱۶۲ زره ډالره او پاتې نور د پنځو نورو شرکتونو پورې اړوند دي.»

له دې ټولو سره سره یو بل سند ښيي چې غضنفر شرکت دوه کاله وړاندې د پور ورکړې ته حاضر شوی دی او دا کار په خپله ښيي چې پورړوي شرکتونو د غضنفر په کورنۍ پورې اړوند دي.

د ولسي جرګې غړی محمد عظیم کبرزاني څرګندوي:«د بیت المال مال باید په سمه دوګه ولګول شي او هېڅ کس باید د سیاسي اړیکو پر بنسټ بیت المال حیف و میل نه کړي.»

بل خوا داسې اندېښنې شته چې د دغو پورونو په اخیستو کې سیاسي سلیقې به چې له افغانستان سره د جاپان له مهمو مرستو دي، له افغانستان سره د دغه هېواد په مرستو کې د ستونزو لامل شي.

د جاپان سفارت دې پوښتنې ته په ځواب کې وایي:«جاپان هیله لري چې دا پیسې ژر تر ژره له شرکتونو راټولې شي او دا پیسې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو په پلې کولو کې په اغېزناکه توګه ولګول شي.»

دا په داسې حال کې ده چې محمد یوسف غضنفر د اشرف غني په ټاکنډله کې څلورم کس و، او سره له دې چې دا شرکتونه پوروړي وو، وتوانېد چې له حکومته د ۵۰ میګاواټه برېښنا تر ټولو لویه پروژه چې د مالي لګښت ژمنه یې نړیوال بانک کړې وه، ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه