Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اریانا نیوز د خبریالې مینا خیري مړی خاورو ته وسپارل شو

د اریانا نیوز د خبرونو ویاندې مینا خیري او د هغې د مور مړي نن شنبې (د غبرګولي په ۱۵مه) کابل کې خاورو ته وسپارل شول.

د اریانا او اریانا نیوز شبکو ویانده مینا خیري او مور یې د پنجشنبې په ورځ له بازار نه خپل کور ته روانې وې چې د کابل د پل سوخته په سیمه کې پر یوه ښاري ټونس موټر د چاودنې په ترڅ کې له یو شمېر نورو ولسي وګړو سره ووژل شوې. په دې پېښه کې د مینا خیري یوه خور هم سخته ټپې شوې ده.

د مینا خیري پلار د خپل مېرمن او لور وژنه بې رحمانه او نه بښوونکی عمل بولي. هغه پر امنیتي بنسټونو نیوکه کوي، چې د خلکو د امنیت ټینګښت ته پاملرنه نه کوي.

د مینا خیري پلار عارف خیري په دې هکله وویل:«نه د اسلام له نظره داسې څه شته. انسان هېڅکله داسې کار نه کوي، زموږ په څېر یې په زرګونه کورنۍ په ویر او غم کېنولې دي.»
         
د آریانا نیوز مسوول شریف حسنیار څرګندوي:«خواشینۍ یم خو دا په دې مانا نه ده چې دغې لارې ته دوام ورنه کړو، موږ دغې لارې ته دوام ورکوو.»

مینا خیري درویشت کلنه وه او د اقتصاد پوهنځی یې لوستی و. د مینا خیري د کار په اصلي ځای اریانا راډیو کې هم چوپه چوپتیا خوره ده او همکاران یې ویرجن دي.

د اریانا راډیو د خپرونو چلوونکې رویا نادري وايي:«هر څومره چې ووایم بیا هم کم دی. د مینا له ښېګڼو د هغې له هڅې او هاند نه، د هغې له زحمت ګاللو او تل د دې په لټه کې وه چې ډېر ستر شیان ترلاسه کړي.»

بل خوا په پلازمېنه کې د ولسي وګړو پر موټرو چاودنو اندېښنې راپارولې دي.

محمد هاشم له سهاره تر ماښه د کابل د لوېدیځ پر لار د موټر په چلولو سره د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، خو پر ښاري موټرو وروستیو چاودنو د خپل کار په هکله بیا فکر کولو ته اړ کړی دی:«یو دې جدي امنیتي تدابیر ونیسي. له حکومته غواړو چې د دغه وضعیت مخه دې ونیسي.»
                  
د کابل اوسېدونکی محمد اصغر هم وايي:«زموږ او تاسې مشران په واکې دي او خلکو ته پاملرنه نه لري.»   

پر دوو کاسټر او دوو ټونس موټرو د وروستیو چاودنو مسوولیت تر اوسه هېڅ کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

د کابل لوېدیځې سیمې له امنیتي ننګونو سره مخ ګڼل کېږي، که څه هم د سیدالشهدا ښوونځي پر زده کوونکو له برید وروسته ولسمشر د دغو سیمو لپاره د یوې امنیتي طرحې پر چمتو کولو ټينګار وکړ، خو تر اوسه د دغې طرحې په هلکه معلومات نشته.

شریک یي کړئ