د اوسني ناسم وضعیت په دوام، نن شنبې (د زمري په ۲۳مه) د افغانۍ ارزښت د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو په وړاندې په بې مخینې توګه کمښت وموند او بانګونه د خلکو د ګڼې ګوڼې شاهد وو.
نن سهار د یو ډالر بیه نږدې سلو افغانیو ته وخته؛ خو د ورځې په پای کې بېرته شاوخوا ۸۷ افغانیو ته راټيټه شوه.
د سرای شهزاده د صرافانو د ټولنې مرستیال داد ګل وايي:«ولایتونه او ولسوالۍ سقوط کوي او دا طبیعي ده چې دا وضعیت حاکم کېږي.»
د مرکزي بانک ویاند صابر مومند هم زیاتوي:«د ډالرو په وړاندې د افغانۍ د بیې کمښت تېرېدونکی دی او د افغانۍ ارزښت به ډېر ژر خپل ځای ته راستنه شي.»
له بل لوري، د اې ټي ام یا د پیسو د ایستلو د ډېریو ماشینونو غیر فعال شوي دي او د بانکونو څانګې هم خلکو ته پیسې نه ورکولې. ډېری دغو بانکونو خلکو ته وویل چې د هغوی ذېرمه شوې پیسې خلاصې شوې دي.
میر احمد چې د بدخشان له جګړې تېښته کړې ده او اوس په کابل کې بې ځایه شوی دی، وايي نن بانک ته ولاړ چې پیسې واخلي، خو بریالی نه شو:«له پرونه تر اوسه سرګردانه یم خو په بانکونو کې نوبت نه رسېږي.»
په دې لړ کې داسې کسان هم شته چې له څو میاشتو راهیسې یې خپل معاش نه دی اخېستی.
دغه سرتېری د ننګرهار اوسېدونکی دی او دنده یې په پکتیا کې ده.
د کاپیسا اوسېدونکی نصیر احمد ورته کیسه لري:«نن د سهار له اتو بجو چې وتلی یم درې ځایه ولاړم خو د بانکونو پیسې خلاصې شوې دي.»
په دې منځ کې داسې کسان هم شته چې له میاشتو میاشتو راهیسې یې خپل معاشونه نه دي اخیستي.
اجمل (مستعار) نوم یو له هغو سرتېرو دی وايي چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خو په پکتیا ولایت کې دنده ترسره کوي:«شپږ میاشتې کېږي چې په دنده کې وم، اوس راغلم چې معاش مې واخلم؛ خو ټول بانکونه پیسې نه لري.»
د اقتصادي چارو کارپوه سیدمسعود څرګندوي:«باید د تېرو کلونو تجربې چې ټول بانکونه تش شول، تکرار نه کړو.»
دا ټول په تاسې حال کې دي چې په هېواد کې جګړه په شدت دوام لري او طالبانو د هېواد ډېری ولایتونه نیولي دي. خلک اندېښمن دي چې کابل ته د جګړې له راسېدو سره، هغوی خپلې پیسې چې په بانکونو کې دي، له لاسه ورنه کړي.