د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ، په کابل ښار کې په لاس د اوبدلو غالیو نندارتون جوړ شو.
په دغه نندارتون کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو غالۍ اوبدونکو چې ښځې هم په کې شاملې دي په کابو اتیا غرفو کې خپلې غالۍ نندارې ته اېښي دي.
د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د وطني غالیو د صنعت وده او بازار موندنه ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، چې حکومت په دې هڅه کې دی، چې کورني تولیدات په تېره بیا د غالیو صنعت وده وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی څرګندوي:«هر کله مو چې د غالۍ په نړۍوالو په نندارتونونو کې مو ګډون کړی دی لومړني مقامونه مو ترلاسه کړي دي خو له بده مرغه د غالیو د صادراتو کچه ۱۰۰ مېلیونو ته ونه رسېدل.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې شمېرې ښيي،چې سږکال افغانستان تر پروسږکاله اوه سوه زره مټره مربع زیاتې غالۍ بهر ته صادر کړې دي.
د دې خونې مسوولان له اسلامي امارت نه غواړي،چې د بریښنا، بازارموندنې، او د وېزې د اخېستو په برخو کې د غالۍ اوبدونکو او د غالیو د سوداګرو ستونزې حل کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وویل:«سږ کال د امنیت په پار په ښارونو کې څه باندې یو مېلیون متر مربع غالۍ صادرې شوې دي.»
د هېواد په کلیوالو سیمو کې تر یو میلیون زیات کسان د غالیو پر اوبدلو بوخت دي،چې د غالۍ اوبدونکو د ټولنې د معلوماتو له مخې نوي سلنه یې ښځې دي.
د غالۍ اوبدونکو د ټولنې رییس نورمحمد نوري وايي:«۹۲ سلنه غالۍ چې د پاکستان له لوري صادرېږي، ۶۰ سلنه زموږ په خپل افغان سوداګر دي چې په هغه ځای کې صادرات لري او شرکت لري.»
له ایران او ترکیې نه د غالیو وارداتو د وطني غالیو بازار پيکه کړی دی. ځینې غالۍ اوبدونکي د بازار نشتوالی خپله یوه لویه ستونزه ګڼي.
غالۍ اوبدونکې شکیبا آرین وايي:«مېرمنو خپلې سترګې، لاسونه، او حتا نوکان له لاسه ورکوي، خو د هغه ګټه نرینه وړي.»
غالۍ اوبدونکی عبدالشکور هم زیاتوي:«الوتنې بندې دي د بازار مزه نشته، ان شالله په راتلوونکي کې هیلې شته.»
غالۍ د هېواد د صادراتو مهمه برخه جوړوي، خو ډیر کله د هېواد غالۍ د نورو هېوادونو په نوم بهر صادرېږي.
په دې اړه مو اندونه