Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امو سیند نفتي حوزې له استخراجه د ۶ مېلیونه ډالرو عواید

د کانونو او پټرولېم وزارت تر ټولو  تازه شمېرې ښيي چې تر اوسه د  امو سیند له نفتي حوزې لس زره ټنه تېل استخراج شوي او اسلامي امارت له‌دې درکه شپږ مېلیونه ډالره ترلاسه کړې دي.

د امو سیند د نفتي حوزې د قشقري بلاک له نهو څاګانو تېل راویستل کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، چین د هېواد د دې نفتي حوزې د قرارداد تر سره کولو ته بشپړ چمتووالی لري.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان وايي: «دوی د تړون لاسلیک ته اوس بشپړ چمتوالی لري، خو اوس موږ له کورنیو سرکتونو سره د لس زره ټنه اوومه توکو تړون لاسلیک کړی دی.»

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، افغان انجنیران دا مهال د امو دریا د نفتي حوزې له قشقاري بلاک څخه د تېلو د استخراج باندې بوخت دي.

د ایکو سازمانونو د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخوانۍ رییس وایي، که د هېواد د نفتي حوزو تېل او ګاز په سم ډول استخراج شي، افغانستان له بهره د نفتو وارداتو ته اړتیا نه‌لري.

د ایکو سازمانونو د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخوانۍ رییس اذرخش حافظي وايي: «د قشقري په ګډون د امو سیند نفتي حوزه د تېلو ډېرې ذخیرې لري. که په سم ډول او لوړ ظرفیت سره استخراج شي د تېلو، ګازو او پټروشیمي توکو له اړخه به د افغانستان اړتیاوې بشپړې شي.»

د مالیې وزارت وایي، دې وزارت د بودجې د کسر د له منځه وړلو لپاره د عوایدو نوې سرچینې رامنځ‌ته کړي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي: «سر له اوسه زموږ هڅې پیل شوي چې خپل عواید لوړ کړو، د عوایدو لپاره نوې سرچینې جوړې شي او د عوایدو سرچینو ظرفیت لوړ شي.»

د امو سیند حوزه د قشقري په ګډون درې نفتي بلاکونه لري چې د چین له ملي شرکت سره یې تړون  لاسلیک شوی و، خو د دې شرکت د ناغېړیو له امله یې تړون بېرته لغوه شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه