Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوداګریزو شرکتونو ادعا؛ مخکینی حکومت ۶۰ مېلیارد افغانۍ پوروړی دی

د افغانستان د پانګوالو او د سوداګریزو شرکتونو ټولنه وايي چې تېر حکومت له سوداګرو څه باندې ۶۰ مېلیارد افغانۍ پوروړی دی.

 دغه ټولنه وايي، مخکینی حکومت د بانکي تضمین، حوالې او تامیناتو له اړخه ۶۰ مېلیارده افغانۍ پوروړی دی او اسلامي امارت باید د هغې د بېرته ورکړې لپاره یوه منظمه کړنلاره جوړه کړي.

د دغې ټولنې رییس محمد باز غیرت ژمنه کوي چې، د یادو پیسو په ترلاسه کولو سره به په افغانستان کې پانګونې وکړي او ورسره به نږدې یو مېلیون کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

نوموړي زیاته کړه:«دا چې په هېواد کې د بې کارۍ او بې وزلۍ کچه زیاته شوې ده، ډاډ ورکوو که چېرې دغه یاد شوي پورونه موږ ته راکړل شي، موږ د پانګونې په برخه کې، په هېواد کې به د فابریکو شمېر له سلګونو زرګونو ته لوړ کړو.»

د ښاغلي غیرت په وینا، اسلامي امارت له هېواده بهر د افغان پانګوالو د بلنې لپاره یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړي.

هغه په ډاګه کړه:«په اسلامي امارت غږ کوو چې د سیاسي شخصیتونو د بلنې کمېسیون په څېر، له هېواده بهر د افغان پانګوالو د بېرته راتګ لپاره هم یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړي، چې هغوی په بشپړ ډاډ سره بېرته هېواد ته راستانه شي او دلته پانګونه وکړي.»

دغه ټولنه له امریکا هم غواړي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.

له بل لوري د کانونو او صنایعو خونه وايي، لا تر اوسه بانکي ستونزې نه دي حل شوي او په وینا یې سوداګر نه شي کولی د سوداګریزو چارو د پرمخ بیولو لپاره خپلې پیسې د بانکونو له لارې ولېږدوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او کانونو خونې رییس سخي احمد پیمان څرګندوي:«د پیسو په لېږد کې مرکزي بانک له خصوصي سکټور سره هر اړخیزه همکاري لري له بده مرغه منځنګړی بانک چې د امریکا سیټي بانک دی په ځينو اسنادونو کې د خصوصي شرکتونو یا صنعت کارانو ټي ټي ګان په وخت نه پاس کوي او دا ننګونې لا هم شته.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیرالدین مایل وویل:«په افغانستان کې د بانکونو ستونزې لاهم پر خپل ځای دي، د افغانستان هېڅ بانک، نه خصوصي او نه هم دولتي بانکونه نه شي کولای چې په نارمل ډول د افغانستان د سوداګرو پیسې مقابل لوري ته ولېږدوي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د م ګړۍ د بانکي ستونزو له امله ځینې سوداګر د سوداګریزو توکو د واردولو لپاره خپلې پیسې د حوالې له لارې بهر ته لېږدوي او په وینا یې دغه چاره ډېر لګښت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه