Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ۲۰۲۲ کال کې د بې‌کارۍ کچې لوړېدو په اړه د سیګار خبرداری

د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی په افغانستان کې د وزګارتیا د زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکوي.  جان ساپکو په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د روان زېږدیز کال تر نیمایي به د وزګارو کسان شمېر نهه سوه زرو تنو ته ورسېږي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی څارونکي په ټویټ کې راغلي چې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د افغانستان اولس سلنه کاري ځواک ښځو جوړاوه چې اوس‌مهال یې ډېری وزګارې شوې دي.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «ښځې په ځانګړي ډول اغېزمنې شوې او اټکل کېږي د ۲۰۲۲ کال تر نیمایي پورې د ښځو د کارموندنې کچه واک ته د طالبانو تر رسېدو د مخکې وخت پرتله ۲۱ کمه شي.»

لطف‌الله د تېر حکومت په یو وزارت کې کار کوه، خو د جمهوریت تر نسکورېدو وروسته وزګار شوی دی، خو اوس خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ پیدا کولو لپاره موټر چلوي.

لطف‌الله طلوع‌نیوز ته وایي: «موږ په کور کې اووه کسان یوو او دا موټر مې هم خپل نه‌دی، د بل چا دی. دا مې په اجازه اخیستی دی، کار کوم او هره ورځ باید د موټر صاحب ته درې سوه افغانۍ ورکړم، نورې یې ما ته پاتې کېږي. سل، اتیا او ځینې وخت یو نیم سل راته پاتې کېږي او په همدې ګذاره کوم.»

د ښځو چارو وزارت پخوانۍ کارکوونکې نظیفه عظیمي په‌دې اړه وايي: «په افغانستان کې اقتصاد ډېر کمزوری دی، ټولې ښځې بې‌برخلیکه شوي، خپله د خپل کور ګټیالۍ دي او د وزګارتیا له کبله سختې ستونزې رامنځ‌ته شوي. ډېرې ښځې په کور کې له روحي، رواني او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.»

بل‌خوا اقتصاد وزارت وایي، دا وزارت له وزګارتیا سره د مبارزې لپاره پروګرامونه په پام کې لري.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «اقتصاد وزارت د دندو رامنځ‌ته کولو لپاره څو ځانګړې تګلارې لري؛ د بشرپاله مرستو جلب و جذب او د خصوصي برخې پیاوړتیا، په اوږدمهاله او لنډمهاله برنامو کې له کوچنیو او سترو دندو ملاتړ، د افغانستان د زېربناوو، سوداګرۍ او ټرانزیټ وده.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې په هېواد کې د وزګارتیا کچه ۱۸٫۶۰ سلنه وه، خو اوس دا شمېرې په ځلونو لوړې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه