Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت د جګپوړو چارو له حضور سره د 'افغان انوېسټ' شرکت پرانیستل

د افغان انوېست ونډه لرونکی شرکت په کابل کې د دیارلسو پانګوالو له خوا پرانیستل شو.

ټاکل شوې د افغان انوېست یا افغان پانګې شرکت سهام لرونکي په افغانستان کې د انرژۍ، کانونو، بېخ بنايي او کرنې برخو کې د ۲۵۰ تر ۳۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.

د افغان انوېسټ شرکت مسوولین وايي، د دغه شرکت د سهام لرونکو شمېر به د وخت په تېرېدو زیات شي.

د ونډه لرونکي افغان انوېسټ شرکت رییس شېرباز کمین زاده وايي:«موږ د افغان انوېسټ شرکت ۱۳ تنه موسسین یو بل ته مو لاسونه ورکړي دي چې په لومړي ګام کې ۲۵۰ تر ۳۰۰ مېلیون ډالره په څلورو برخو کې پانګونه وکړو.»

د رییس الوزرا لومړی وايي، هېڅ هېواد د سوداګریزو توکو له راکړې ورکړې پرته پرمختګ نه شي کولی او په وینا یې افغان پانګوالو ته پکار ده چې، په کور دننه پانګونې وکړي.

د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملاعبدالغني بردار څرګندوي:«موږ ټول باید کوښښ وکړو چې خپله پانګونه په هېواد کې وکړو، که چېرې د چا پیسې بهر کې دي او هلته یې پانګونه کړې ده، هغه دې افغانستان ته ولېږدوي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت له دغو پانګوالو غواړي چې، په خپل دغه شرکت کې حکومتي چارواکي شریک نه کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور هم وايي:«نه موږ ته ډالۍ راکړئ او نه هم موږ ته بډې او نه هم بل کس ته یې وکړئ پاک حساب مه بدنامه کوئ او چارواکي له ځان سره مه شریکوئ.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له پانګوالو سره ژمنه وکړه چې، ډېر ژر به له هېواده بهر د پیسو د لیږد په بهیر کې شته ستونزې حل کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي څرګندوي:«موږ له نړۍ بانک او ملګرو ملتونو سازمان سره یوه مذاکره لرو او ان شالله له ټولو سره به یې شرکه کړو. هغوی غواړي چې دا په یوه سم ترتیب چې نه هم د بانکوالۍ سکټور او نه هم د افغانستان بانک زیان ورسېږي.»

له بل لوري په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل چې، افغانستان په ختیځ او لویدیځ پولو کې له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره ستونزې لري او په وینا یې باید دغه پولې د مسافرو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی څرګندوي:«د ورځې په زرګونه تنه افغانان او د هغو هېوادونو وګړي افغانستان ته تګ راتګ لري او له پولي تېرېږي. له ایران او پاکستانه زموږ غوښتنه دا ده چې خپل سرحدونه د افغانانو پر مخ پرانیستي ولري.»

د کانونو او صنایعو خونې په باور په افغانستان کې د سهامي شرکت جوړېدل ډېر دود نه دي او په وینا یې دغه ډول شرکتونه د کاري موکې له برابرولو سربېره د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم زمینه برابرولی شي.

د افغان انوېست یا افغان پانګې شرکت سهام لرونکي په افغانستان کې د انرژۍ، کانونو، بېخ بنايي او کرنې برخو کې د ۲۵۰ تر ۳۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه