په غور ولایت کې ځينې بزګر له وچکالۍ او په کرنیزو ځمکو کې د اوبو له کموالي شکایت لري.
دوی وايي چې سږکال حاصلات یې په بې مخینې توګه کم شوي او ډېری کښتونه یې د اوبو نه رسېدو له امله وچ شوي دي.
کروندګر شیرین خان طلوع نیوز ته وویل:«ټول کښتونه له شفتلو نیولې تر کچالو او هر څه زیات زیان لیدلی دی، سږکال حاصلات ډېر کم وو.»
بل کروندګر روح الله وايي:«ډاډه یم چې اوبه نه رسېږي، ځکه همدا اوس ویاله وګورئ، سیند وګورئ وچ شوي دي، هېڅ اوبه نه لرو.»
پر کرونګرو سربېره، د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، حتا د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.
د غور اوسېدونکی عبدالهادي څرګندوي:«پنځوس تر ۱۰۰ کورونه د خپلو اوبو څښلو پیپونه په نوبت ډکوي.»
ورته مهال د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، وچکالۍ او د اوبو کمښت د یاد ولایت ۹۰ سلنه کروندګر زیانمن کړي دي.
د غور کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد نبي احمدي وویل:«په ټول افغانستان کې، په ځانګړې توګه په غور ولایت کې خلک د څښلو اوبو له ستونزو سره مخ دي.»
د مسوولینو په وینا، هڅه کوي، له مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ د دغه ولایت د کروندګرو او اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
په دې اړه مو اندونه