Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پکتیا ولایت سوداګر د ګردېز ـ ډنډ پټان لارې د ټرانزیټي کېدو غوښتنه کوي

د پکتیا ولایت سوداګر د ګردېز - ډنډپټان لارې د ټرازیټي کېدو غوښنه کوي، دوی وایي، دا لار پاکستان سره د صادراتو او وارداتو تر ټولو لنډه لار ده.

د دوی په وینا د دې لارې په ترانزيټي کېدو سره به نه یوازې د سوداګرۍ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي، بلکې د حکومت عواید به هم ورسره لوړ شي.

سوداګر محمد ولي وايي:«که چېرې دا لار ټرازیټي شي د پکتیا خلکو ته د ډېرو اسانیتاو د رامنځته کېدو سربېره د ډېرو کارونو زمینه هم برابرېږي.»

بل سوداګر جليل احساس هم څرګندوي:«هر وخت چې دا لار ټرازیټي شي په لومړي ګام کې، هغه توکي چې سوداګر یې له پاکستانه افغانستان ته راوړي په لږې بیې او کم وخت کې هېواد ته رسېږي.»

سوداګر آغا محمد هم وویل:«د ډنډ پټان او د پکتیا له ګمرکه ډېر عواید ترلاسه کېږي.»

د پکتيا سوداګرۍ خونه بيا وايي پر دې لار د صادراتو کچه لوړه شوې او د تېر يو کال په لړ کې د ۱۵۰ مېليون ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي ترې پاکستان هېواد ته صادر شوي دي.

د پکتيا د سوداګرۍ خونې رییس حسيب الله ګردېزی څرګندوي:«له دې لارې د صادراتو او وارداتو شمېر زیات شوی دی او د پکتیا د ټولو سوداګرو غوښتنه دا ده چې دغه لار باید ټرانزیټي شي.»

د پکتیا د صادراتو ټولنې رییس خالد مقبل وايي:«طالبانو په لومړنیو شپږو میاشتو کې، د ټولو افغانستان په نسبت له پکتیا ډېر عواید ترلاسه کړي وو، په همدې بنسټ موږ خپل حق ګڼو چې دغه لار باید ټرانزیټي شي.»

ورته مهال بيا د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وایي، چې د ګردېز- ډنډ پټان لارې د ټرانزيټي کېدو موضوع وزيرانو شورا ته وړاندې شوې.

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد څرګنده کړه:«د دغې لارې د ټرانزیټي کېدو موضوع د وزیرانو شورا ته سپارل شوې او هیله ده چې د دغې لارې ټرانزیټي کېدل رسمیت پیدا کړي.»

غوښتنه دا ده، چې د ګردېزـ  ډنډپټان لارې د ترانزیټي کېدو لپاره له پاکستان سره پر پوله دې، ډنډپټان ولسوالۍ کې اړينې اسانتياوې برابرې شي.

د ګردېزـ پټان لار، چې له پاکستان هيواد سره د صادراتو او وارداتو تر ټولو لنډه لار بلل کيږي له کلونو راهيسې یې د پکتيا سوداګر د ترانزيټي کېدو غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه