Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له هېواده بهر ته د مالوچو په صادراتو خورا کمښت راغلی

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې سږکال نورو هېوادونو په تېره بیا پاکستان ته د هېواد د مالوچو یا پنبې صادرات خورا کم شوي او دې چارې سوداګر زیانمن کړي دي.

د سود اګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«تېر کال مو په پاکستان یو ټن مالوچ په ۳ زره او ۷۰۰ ډالره وپلورل، خو سږکال پاکستان له هند څخه یو ټن پنبه په یو زره او ۹۰۰ ډالرو پېرلې ده. بلخوا سږکال په هلمند او بلخ کې ښه مالوچ شوي دي.»

بلخوا د مالوچو یا پنبې د مناسب بازار نشتوالي د بلخ ولایت کروندګر اندېښمن کړي دي.

د دغه ولایت ځينې اوسېدونکي وایي، چې له یوې خوا د مالوچو لپاره د بازار نشتوالي او له بلې خوا له هېواد نه بهر ته د هغو د صادراتو کمېدو زیانمن کړي دي.

کروندګر محمد الله وايي:«هر کال د پنبې یو جریب ځمکې پنځه بخار یا څلور بخار مالوچ کول، خو سږکال اتمه منه هم نه دي.» 

د مالوچو صادرونکی مبشرمتوکل هم وویل:«د تېر کال پرتله د یوه بخار په بیه کې کابو اته یا اوه زره کمښت راغلی دی خلک له ډېرې سختې اندېښنې سره مخ دي.»

بل پلو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، دغه وزارت هڅه کوي چې د مالوچو د صادراتو په برخه کې له ګاونډيو هېوادونو سره هوکړې ته ورسېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد څرګندوي:«موږ په تېرو یوې، دوو ورځو کې توانېدلي یوو چې له یوه ګاونډي هېواد سره هوکړې ته ورسېږو چې بیا زموږ صادارت په «نارمله» توګه پيل شي که څه هم په لومړنیو شپږو میاشتو کې موږ ایران، پاکستان، ازبیکستان او ترکیې ته صادرات لرل.»

مالوچ یا پنبه تر ډېره په هلمند، بلخ، جوزجان، سرپل، بغلان، کندوز او تخار ولایتونو کې کرل کېږي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې شمېرې ښيي، چې افغانستان په کال کې څه باندې شل زره ټنه مالوچ صادروي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، دغه وزارت هڅه کوي چې د مالوچو د صادراتو په برخه کې له ګاونډيو هېوادونو سره هوکړې ته ورسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه