Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت د رسمیت نه پېژندلو له امله بدې اقتصادي اغېزې

د اقتصاد وزارت وايي چې د نړۍوالې ټولنې له خوا د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې د هېوادونو اقتصاد هم زیانمن کړی دی.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وایي، چې دغه مسله د هېواد د اقتصاد د زیانمنېدو لامل شوې ده.

ښاغلي نظري وویل:«د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه یوازې د افغانستان اقتصاد ته زیان رسولی دی، بلکې د سیمې اقتصاد ته یې هم زیان رسولی دی.»

 د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال پیمان سخي هم وايي:«د نړۍ له خوا د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ، زموږ خصوصي سکټور له نړۍ سره ډېرې ستونزې لري په راکړه ورکړه او همدارنګه د پیسو په لېږد کې او زموږ خلک هم له دې اړخه زیان لیدلی دی.»

بل خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، چې سرپرست حکومت د ټولو هېوادولو حقونو ته ژمن دی. دی له اسلامي امارت سره د نړۍ تعامل د ټولو لورو په ګټه ګڼي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«د رسمیت پېژندلو موضوع هغه موضوع ده چې د ټولو لورو ګټه په کې ده، لکه څرنګه چې افغانستان اړتیا لري د نړۍ له هېوادونو سره ډپيلوماټيکې، رسمي او څرګندې اړیکې ولري، د نړۍ هېوادونو په ګټه به هم وي چې له افغانستان سره ښې او رسمي اړیکې ولري.»

اخوا د سیاسي چارو ځیني شنونکي د نجونو د ښوونځيو پرانیستل، د ټولګډونه حکومت جوړېدل، بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو کلي ګڼي.

د ملي پيوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني څرګندوي:«ټولګډونه حکومت دې جوړ کړي، بشري حقونه دې مراعات کړي، د نجونو ښوونځي دې پرانیزي، ښځو ته دې ډېره ازادي ورکړي، د کار لپاره یې اجازه ورکړي او بالاخره کار اهل کار ته وسپاري.»

بل خوا کابل د کابل یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د افغانستان د رسمیت پېژندلو لپاره هڅې وکړي.
      
د کابل اوسېدونکی احمد زمان وايي:«اسلامي امارت باید په لومړي ګام کې ښوونځي پرانیزي، مېرمنو ته دې د کار زمینه برابره کړي د زده کړو زمینه برابره کړي، څو ټول هېوادونه اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.»

د کابل بل اوسېدونکي شاهد هم وویل:«د اسلامي امارت د په رسمیت نه پېژندلو ډېری زیانمن د افغانستان خلک دي چې ډېر زیان یې لیدلی دی.»

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو شاوخوا پنځلس میاشتې کېږي، خو تر اوسه د ګاونډیو هېوادونو په ګډون هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، او‎س مهال په افغانستان کې  تر لسو ډير هېوادونه ډيپلوماټيک فعالیتونه لري.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، چې سرپرست حکومت د ټولو هېوادولو حقونو ته ژمن دی. دی له اسلامي امارت سره د نړۍ تعامل د ټولو لورو په ګټه ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه