د پکتیکا ولایت ګڼ اوسېدونکي نیوکه کوي چې د دې ولات په بازارونو کې راکړه-ورکړه لا هم په پاکستانۍ کلدارو ده.
د دې ولایت اوسیدونکي او هټیوال وایي، په بازارونو کې د پاکستانۍ کلدارو د کارول کېدو له امله سخت زیانمن شوي دي.
د پکتیکا اوسېدونکی جعمه خان وايي: «کلداره یو ځل راوړي، په افغانیو یې کړي، بیا یې په کلدارو کړي، ټول سراسر تاوان دی، باید کلداره بنده شي.»
د دې ولایت اوسېدونکی عبدالمتین زیاتوي: «د کلدارو بانکنوټونو د خلکو او هټیوالو کار بشپړ خراب او ضعیفه کړی، افغانۍ دې دود شي، ځکه زموږ خپلې پیسې دي.»
د دې ولایت یو بل اوسېدونکی احمد خان وايي: «مزدورکار ته دا نقصان دی چې د ورځې ورته دوه سوه یا درې سوه مزدوري ورکوي.»
بلخوا هټۍوال له مسولانو غواړي چې پر پاکستانۍ کلدارو د راکړې ورکړې د بندیدو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي.
د ښرنې بازار د اتحادیې مشر اميرمحمد وايي: «زموږ پر کاروبار باندې یې ډېر تاثیر اچولی دی، ځکه موږ ته چې کوم مالونه په افغانیو او ډالرو راځي، هغه دلته په کلدارو خرڅوو، کلدارې چې بېرته افغانۍ کوو، دا خلک خپله سرمایه هم پهکې نهشي پوره کولی.»
صراف لعل خان زیاتوي: «که تجار دی، که دوکاندار دی، که کارګر دی او که هر څوک دي، ان که دهقان دی، موږ ټول پهدې کې متضرر یوو، ځکه ورځ تر بلې د پاکستان اقتصادي حالت ډېر ښکته روان دی.»
د پکتیکا ولایت سیمهییز مسوولان بیا وایي، د افغانۍ د دودولو لپاره یې عامه پوهاوی پیل کړی او هڅه کوي چې پر بهرنیو پيسو راکړه ورکړه بنده شي.
د پکتيکا والي وياند ثنا الله معصوم وايي: «له ډېر وخت راهیسي کلداره رواج ده، خلک ټوله راکړه ورکړه په کلدارو کوي، موږ عامه پوهاوی شروع کړی دی، هغه مراحل تر اوسه پورې روان دي.»
پکتیکا د هېواد په سویل ختیځ کې پروت ولایت دی چې له پاکستان سره ګډه پوله لري او له همدې امله په بازارونو کې په پاکستانۍ کلدارو زیاته راکړه ورکړه کېږي.
په دې اړه مو اندونه