Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۷۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ د اته پروژو تصویب

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وایي، په تېرو دوه اوونیو کې د کابل ښاروالۍ د ۷۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت اته پروژې تصویب شوې دي.
ملا عبدالغني برادر په کابل کې له چین سره د امو سنید د نفتي حوزې د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، په تېر یو نیم کال کې د اسلامي امارت له راتګ سره سم د کابل څېرې بدلون کړی دی.
ښاغلی برادر زیاتوي چې دمګړۍ په کابل کې د ښار د پاکوالي او سړکونو د رغاونې په برخو کې عملي چارې روانې دي.
د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغنی برادر زیاتوي: «لس یا پنځه‌لس ورځې مخکې د ښاروالۍ اووه یا اته پروژې تایید کړي او دوی ته مو سپارلې دي چې تقریباً د ۷۵۰ مېلیونه افغانیو په ښار کې دننه د سرکونو د صفايي کار روان دی.»
ښاغلی برادر همداراز وايي، په هېواد کې د لویو ملي پروژو په عملي کېدو سره به د خلکو اقتصاد هم ښه شي.
له دې سره سم، د کابل یو شمېر اوسېدونکي په ښار کې د بیروبار د مخینوي لپاره له یو بل سره د سیمو د نښلولو او د سړکونو جوړولو چارې ستايي؛ خو زیاتوي چې، دغه ډول پروژې بیاد خلکو ته زیان ونه رسوي.
د کابل اوسېدونکی عطا محمد زیاتوي: «د وزیر اکبر خان او موسی کلا تر منځ لاره د پخوا پرتله لنډه شوې، لاره ښه اسانه شوې، ښه لاره ده.»
د کابل یو بل اوسېدونکی قیس وايي: «دوه دوه نیمې میاشتې کېږي چې د خلکو کوروه نړول شوي، دوه میاشتې شوې چې د سرک د جوړولو چارې هم روانې دي او تر اوسه پورې یې چارې روانې دي.»
پلورونکی رحیم وايي: «پنځه کاله مې کېږي چې دلته کار کوم، راغلل پر موږ یې پنځلس زره غرفي وپلورلې، درې میاشتې نه‌وې تېرې شوې چې راغلل لرې یې کړې، دا شخصي هټۍ یې جوړې کړې. د هر یوه اته زره ډالره مخکې له مخکې اخلي او د میاشتې لس زره افغانۍ یې کرایه ده، دې هټیو ته زموږ وسه نه رسېږي.»
د کابل ښاروالۍ په وینا، دغه اداره د سړکونونو او څلور لارو د بیارغونې په ګډون د ۴۰ بیلابیلو پروژو د عملي کولو په حال کې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه