د کابل برېښنا ریاست وایي، د ازبکستان وارداتي برېښنا له دریو ورځو راهیسې عادي حالت ته را ګرځیدلې ده.
د دې ریاست مسوولان وایي، دمګړۍ په یوه شپه او ورځ کې د پلازمینې اوسېدونکي نهه ساعته برېښنا لري.
د کابل برېښنا رییس حکمتالله اخندزاده وايي: «کومه ستونزه نهشته، له ازبکستان لاین څخه څلور سوه مېګاواټه برېښنا راکول کېږي او همدارانګه له تولیدي لاین نه، پهدې کې موږ نهه ساعته موږ تولیدي فابریکو ته ورکړې، نهه ساعته د صنعت کار هم پهکې چالان دی.»
ورته مهال، د صنایعو او کانونو خونه وايي، صنعتي پارکونه په ۲۴ ساعتونو کې نهه ساعته برېښنا لري او د کورنیو تولیداتو لپاره پهدې کچه برېښنا بسیدونکې نهده.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وايي: «په تېره یوه میاشت کې د هېواد صنایع په تېره کال کې د برېښنا نشتوالي له کبله ۹۰ سلنه فابریکو خپل کارونه ځنډولي و، خو اوس ۵۰ سلنه بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي.»
د کابل د صنایعو او کانونو خونې اجرایوي رییس محمد کریم عظیمي زیاتوي: «د تولید لپاره اته یا نهه ساعته برېښنا بسنه نهکوي. په نورمال ډول لږ تر لږه باید له ۱۸ څخه تر ۲۰ ساعتو پورې اړتیا ده او په بېړني حالت کې له ۱۴ څخه تر ۱۵ ساعتونو پورې برېښنا ته اړتیا ده.»
له دې سره سم د کارخونو څښتنان وايي، د کافي برېښنا نشتوالي صنعتکاران له ستونزو سره مخ کړي دي. دوی له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې د برېښنا د تامین په برخه کې ګام پورته کړي.
د یوې کارخونې څښتن خال محمد تاجیک وايي: «موږ برېښنا نهلرو، د کافي برېښنا نشتوالي د صنعتکارانو او هېوادوالو د اقتصادي وده کمروزې کوي. که حکومت کورنۍ برېښنا تامین کړي او بندونه ورغوي، د هېواد اقتصاد خپل په خپله وده کوي.»
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د کابل صنعتي پارکونه ۱۶۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري او دا شرکت توانېدلی چې د کابل تولیدي کارخونو لپاره له ۷۰ تر ۱۰۰ میګاواټه ورکړې ده.
په دې اړه مو اندونه