د ملي پراختیا شرکت د قوشتېپې کانال د پروژې د لومړي فاز د عملي کار له ۷۰ سلنې پرمختګه خبر ورکوي.
د قوشتېپې کانال د پروژې مسوول وایي چې د روان کال تر چنګاښ میاشتې پورې به د دې پروژې لومړی فاز چې ۱۰۸ کیلو متره دی بشپړ شي.
د دې پروژې مسوولین زیاتوي، د دې پروژې د لومړي فاز لپاره له څلورو زرو ډول-ډول ماشینونونو هم استفاده کېږي.
د قوشتېپې کانا پروژې عمومي مدیر سید ذبیح الله میري وايي: «په سیمه کې شاوخوا ۷۰ زره بشري سرچینې په کار بوختې دي او د پروژې فزیکې کار کې اوویا سلنه پرمختګ شوی دی. په دغه ډول چې کار روان دی، د چنګاښ میاشت پورې به د لومړي فاز چارې پشپړې شي.»
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وايي، د قوشتېپې کانال د جوړولو لپاره د سرپرست حکومت دغه اقدام د اوبو د مدیریت د پراختیا او په کرنه کې ترې د استفادې په برخو کې یوه مثبته چاره ده.
د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «که د قوشتېپې کانال کار په سم ډول بشپړ شي او له هغو تخنیکي چارو او ماشینونو چې په نړۍ کې د کانال ویستنې برخه کې کارول کېږي، وکارول شي، دا به نه یوازې اوسني حکومت ته یوه بریا وي؛ بلکې د تېرو پنځوسو کلونو حکومتونو ته وي.»
د اقتصادي چارو کارپوه قطبالدین یعقوبي وايي: «دغه پروژه چې د افغانستان د شمال له کرنیزو او بایر ځمکو تېرږي، کولای شي په هېواد کې یو ستر کرنیز انقلاب رامنځته کړي. د دې پروژې په بشپړولو سره افغانستان کولای شي، د اړتیا وړ ډېری توکي خپله تامین کړي په ځانګړې توګه د غنمو تولید برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.»
د ازبکستان یوه پلاوی چې د بیلابیلو موضوعګانو په تړاو د خبرو لپاره کابل ته راغلی وو، د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال سره په کتنه کې د قوشتېپې کانال د معیاري تطبیق لپاره د خپل هېواد له همکاریو ډاډ ورکړی دی.
په دې اړه مو اندونه