Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له بانکونو د پیسو د اخیستو کچه ۵۰ زره افغانیو ته لوړه شوې

د افغانستان بانک (مرکزي بانک) په اوونۍ کې له خصوصي بانکونو د پیسو د اخیستو کچه ۵۰ زره افغانیو ته لوړه کړې ده.

د دغه بانک ویاند وايي چې له دې وروسته د بانکونو پېرودونکي کولای شي چې په یوه اوونۍ کې له خصوصي بانکونو د ۳۰ زره افغانیو پر ځای ۵۰ زره افغانۍ واخلي.
 
د افغانستان بانک ویاند حسیب نوری وايي:«د افغانستان مرکزي بانک مشرتابه پرېکړه کړې چې په سوداګریزو بانکونو کې د هېوادوالو امانتونو د ورکړې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي. سوداګریز بانکونه او د بهرنیو بانکونو استازولۍ، د مرکزي بانک د فرمانونو پر عملي کولو مکلف دي.»

خو د کابل ښار ځينې اوسېدونکي وايي چې د افغانستان بانک د نوي اعلان له خپرېدو وروسته يې د خپلو پيسو د اخيستو په موخه ځينو خصوصي بانکونو ته مراجعه کړې، خو د افغانستان بانک له اعلاميې سره سم د خپلو پیسو په اخیستو نه دي بريالي شوي.
 
د کابل اوسېدونکی سنجر احمدزی څرګندوي:«د مرکزي بانک د تېرې ورځې د اعلامیې پر بنسټ، نن مې خصوصي بانک ته مراجعه وکړه. ومې غوښتل هغه پخواني تضمینونه چې د جمهوریت د وخت را سره پاتې وو، هغه فعال کړم. بانک ته مې چې مراجعه وکړه بانک راته وویل چې تراوسه هغوی ته د مرکزي بانک اعلامیه نه ده رسېدلې.»

له دې سره سم، د کانونو او صنايعو خونه وايي چې بانکي محدوديتونه د هېواد د سوداګرو او صنعت کارانو د کار پر وړاندې يو له لويو خنډونو ګڼل کېږي.
  
د کابل د کانونو او صنایعو خونې اجراییه رییس محمد کریم عظیمي وویل:«د هېواد لوړپوړي اقتصادي چارواکي په ځانګړې توګه د افغانستان مرکزي بانک، د نویو پالیسیو له تدوین سره، ژر تر ژره د هېواد بانکي نظام نورمال حالت ته راولي.»

سوداګر امید حیدري هم وايي:«د بانکي ورکړو د اخیستو لپاره د نویو اسانتیاوو رامنځته کول، یو ښه اقدام دی. د مرکزي بانک او مالیې وزارت له مشرتابه دا هیله لرو چې اسانتیاوې په ځانګړې توګه سوداګرو ته زیاتې کړي.»

اوس مهال سوداګر د بانکې محدوديتونو له امله نه شي کولی د توکو پلورونکو شرکتونو ته له هېواده د باندې د بانک له لارې پیسې واستوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه