د افغانستان د بیارغوني لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي یا سیګر راپور ورکړی چې واشنګټن د افغانستان تر ټولو لوی مرستندوی دی.
د دغه راپور موندنې ښيي، چې امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته، له دغه هېواد سره څه باندې دوه مېلیارډ ډالره مرسته کړې ده او دغه مرستې د قحطۍ او د روغتیايي نظام د بشپړ ړنګېدو د مخنیوي لپاره اغېزناکې پرېتوتې دي.
د اقتصادي چارو شنونکی میر شکیب میر په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«دا مرستې د افغانستان د اړتیاوو په تناسب او هغې بېوزلۍ په کچه چې په افغانستان کې شتون لري، کافي او بسندویه نه ده؛ خو د افغانستان د اقتصادي برخو د نسبي ثبات د خوندیتوب په پار او د روغتیايي سیسټم د بشپړ اقتصادي نظام د ړنګېدو په مخنیوي کې اغېزناکه پرېوتې دي.»
بل خوا، د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اړتیا ده، چې خلکو ته د کار موندنې په برخه کې هڅې وشي.
د اقتصادي چارو شنونکي سیر قریشي وویل:«په بد اقتصادي وضعیت کې مالي مرستې باید زیانمنو په ځانګړې توګه ماشومانو ته چې له لوږې کړېږي، ورکړل شي او ترټولو مهمه د مالي مرستو وړاندې کول باید په رڼه توګه وي.»
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود هم څرګندوي:«موږ نړۍوالې مرستې د اقتصادي مرستو په توګه ترسره کوو په حقیقت کې د هغه په واسطه تولید رامنځته کېږي او د تولید په واسطه وقت رامنځته کېږي، ګومارنه رامنځته کېږي او کله چې ګومارنه وشي نو عاید زېږوي او په خپله عاید په حقیقت کې په بازار کې د لګښت کچه لوړه وي او تولید تقویت کوي او په حقیقت کې خوراکي خوندیتوب رامنځته کوي.»
په دغه راپور کې راغلي دي، چې په ۲۰۲۲زیږدیز کال کې له افغانستان سره ۳٫۳ مېلیارډ ډالره مرسته شوې ده.
د امریکا د ځانګړي پلټونکي د راپور له مخې، په روان زیږدیز کال کې ملګرو ملتونو له افغانستان سره ۴٫۶ مېلیارد ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده، چې له دې منځه یوازې پنځه سلنه ترلاسه شوې دي.
په دې اړه مو اندونه