Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا ټاپي پروژه کې د افغانستان برخې لګښت ورکولو ته چمتووالی ښودلی

په تېرو دوو کلونو کې څو ځل د ټاپي پروژې د پیل په اړه خبرې وشوې خو تر اوسه د دغې پروژې عملي کار نه دی پیل شوی.
اوس، د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په هېواد کې د ټاپي پروژې د پېل لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د دغه وزارت ویاند ټينګار کوي چې اسلامي امارت چمتو دی چې د دغې پروژې هغه لګښت پرې کړي چې د افغانستان اړوند دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان طلوع نیوز ته و ویل: «ترکمنستان په دې برخه کې خپله ونډه لري د پانګونې برخه کې، افغانستان، پاکستان او هند خپلې ونډې لري. موږ چمتو یو چې خپله ونډه ادا کړو، که کومه بدیله لار پیدا نشوه موږ چمتو یو چې دا پانګونه په خپله وکړو.»

د کانونو او صنایعو خونه بیا وايي، د ټاپي پروژې له عملي کېدو سره به افغانستان له اقتصادي پلوه لا زیاته وده او پرمختګ وکړي.

د کانونو او صنایعو خونې مرستیال ، سخي احمد پیمان و ویل: «هیله من یو چې دا پروژه په عملي توګه پیل شي، د ټاپي پروژې له پیل سره د افغانستان په اقتصاد کې یو لوی بدلون رامنځته کېدلی شي. حتا که تر هراته هم دا پروژه راشي افغانستان لپاره به لاسته راوړنه وي.»

خو یو شمېر اقتصادي شنونکي بیا پر دې باور دي چې سیمه ییزې سیالۍ ددې لامل شوي چې پر ټاپي پروژې عملي کار پیل نه شي.

اقتصاد پوه، سید مسعود و ویل: «د ټاپي پروژې د حرکت نه کولو علت د پاکستان او هند تر منځ د سیاسي ناندریو شتون دی. هندوستان چې د پاکستان سیال دی دې ته نه دی چمتو چې هند د ګټې یوه دوامداره سرچینه ورکړي.»
د اقتصادي چارو شنونکي، سیر قریشي و ویل: «دوه ستونزې چې د دې پروژې خنډ ګرځي یو یې د اسلامي امارت په رسمیت نه پیژندل دي چې دې پروژه کې یې خنډ رامنځته کړی دی او دویمه ستونزه د هند او پاکستان ترمنځ د ناندریو شتون دی.»

ټاپي پروژه له ترکمنستانه پیل او له افغان او پاکستان خاورې په تېریدو سره هند ته رسیږي چې په عملي کېدو سره به یې زرګونو کسانو ته د کاري زمینې له برابرېدو سربېره افغانستان په کال کې ۴۰۰ میلیون ډالره لاس ته راوړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه