Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ژمي په درشل کې د سون توکو د بیو له لوړوالي اندېښنې

د ژمي په درشل کې د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي د سون توکو په تېره بیا د تېلو له لوړې بیې شکایت لري او وايي چې په کابل کې د یوه لېټر تېل بیه تر لسو افغانیو لوړه شوې ده.

یو شمېر موټر چلوونکي وایي چې د تېلو لوړه بیه د دوی پر یوې اقتصادي ستونزې بدله شوې او له اسلامي امارته غواړي چې په پلازمېنه کې د نفتو بیه راټیټه کړي.

موټر چلوونکی عمر وايي:«د تېلو بیه مخ په ختلو ده او نه راټېټېږي، افغانان په ژمي کې له ننګونو سره مخ دي له چارواکو غواړو چې د تېلو بیو ته پاملرنه وکړي.»

بل موټر چلوونکی محمد احسان هم څرګندوي:«څو ورځې مخکې ۶۳ افغانۍ وې اوس ۷۲ افغانۍ شوي زموږ موټر چلوونکو ستونزې زښته زیاتې دي، که‌چېرې موږ کرایه لوړه کړو، څوک یې پرې کولی نه‌شي.» 

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه په پلازمېنه کې د سون توکو د بیې د لوړوالي لامل د سالنګ د لویې لارې نه پرانیستل کېدل ګڼي او ټينګار کوي، چې په پلازمېنه کې د سون توکو د بیې د ټېټېدو لپاره هڅې روانې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند وویل:«زموږ ۸ تر ۱۰ ساعتونو لار ۲۴ ساعته شوې او موږ هڅه کوو چې په دې برخې ته جدي پاملرنه وشي سالنګ هم په نږدې وخت کې پرانیستل کېږي.» 

د فاریاب د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس عبدالمجید نیازی هم څرګندوي:«د تېلو لوړه بیه د سالنګ لارې د تړل کېدو له امله ده او نورې بدیلې لارې چې وې هغه ستونزمنې لارې وې نو له دې امله بیه لوړه ده.»

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې د روان زیږدیز کال په وروستیو یوولسو میاشتو کې افغانستان ته د ۳۰۲ مېلیونه ډالرو په ارزښت شاوخوا ۷۱۰ زره ټنه نفت وارد شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه