Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ترکمنستانه د ۵۰۰ کېلو ولټه برښنا لېږد پروژې پاتې چارو پرانیسته وشوه

له جوزجان څخه د بغلان تر خواجه الوان او له خواجه الوان څخه د کابل تر ارغندي پورې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا پروژې پاتې چارې پرانیستل شوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د دې پروژې د پرانیستې پر مهال ویلي، چې د دې پروژې د چارو  په بشپړېدو سره به د هېواد سویلي ولایتونو ته سلګونه میګاواټه برښنا و رسول شي.

ملا عبدالغني برادر زیاتوي، چې سرپرست حکومت په کور د ننه هم د برښنا تولید په برخه کې هڅې پیل کړي دي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر و ویل: «په دې سره به هېواد ته ۵۰۰ کیلو ولټه مزی راشي او هېواد کې به د سلګونه میګاواټه برښنا د لېږد زمینه برابره شي او د کابل څخه به د غځېدلو مزو په مرسته به د هېواد سویلي ولایتونو ته د برښنا لېږد بشپړ شي.»

د برښنا شرکت د برنامو عمومي رییس، عبدالقهار عابد و ویل: «د دې مزي په مرسته به له ترکمنستانه د ازبکستان او تاجکستان په پرتله ارزانه برښنا هېواد ته زر میګاواټه انرژي را ولېږدوو.»

بلخوا، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور وایي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به، ټولې تولیدي کارخونې فعالې شي او صنعت به ورسره وده وکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور و ویل: «زموږ صنعت کې به چټکوالی راشي، هغه فابریکې به فعاله شي چې موږ یې فعالونو ته اړ یو.»

ځینې هېوادوال د دې پروژې د چارو له پیلېدو هرکلی کوي او له اسلامي امارته غواړي، چې د برښنا بندونو جوړولو په برخه کې لا هڅې وکړي.

د بغلان اوسېدونکي، محمد سخي و ویل: «دا به غوره وي چې له خپلو سرچینو او اوبو څخه ګټه واخلو، دا بهرنۍ برښنا ده نو خدای دې وکړي چې موږ داسې پرانیستې وکړو چې بهرنیو هېوادونو ته برښنا ورکړو.»

د بغلان بل اوسېدونکي، اختر محمد په دې اړه و ویل: «په هېواد کې اوبو پرېمانه شته دي نو هڅه دې وشي چې د هېواد د ننه د برښنا بندونه جوړ شي ترڅو د بهر له احتیاجه خلاص شو.»

د مسوولینو د مالوماتو له مخې، د دې پروژې چارې دوو کورنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي، چې تر راتلونکو دوو کلونو به بشپړې او د هېواد ۱۲ ولایتونو ته به برښنا ورسول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه