Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل-اسلام‌اباد ترمنځ د سوداګریز ستونزو پر حل ټینګار

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

دغې خونې په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان له لنډمهالي حکومت غوښتي چې د دواړو لورو ترمنځ سوداګریزې ستونزې حل کړي.

په دغه خبرپاڼه کې پر سوداګریزه پراختیا، اقتصادي وده او سیمه ییز ټیکاو هم ټینګار شوی دی.

د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس جنېد مکدا لیکلي: «د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس د پاکستان حکومت له لوړپوړو مسوولینو غوښتي څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو خدمتونو پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو په موخه بېړني ګامونه پورته کړي. هغه ټينګار کړی چې اوسنی وضعیت د دواړو هېوادونو د اقتصادي ګټو لپاره ضرر لري او د پولې هاغاړه سوداګرو ژوند ته ګواښ پیښوي.»

د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې اجرائیه رییس  نقیب الله ساپي طلوع نیوز ته و ویل: « د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه له پاکستان څخه غوښتنه کوي چې د ټرانزیټ پر وړاندې شته ستونزې حل کړي. خپل بندیزونه لرې کړي او هغو کانټینرونو ته اجازه ورکړي چې اوس په کراچۍ کې بند دي.»

اخوا، یو شمېر سوداګر بیا د افغان سوداګرو پر وړاندې د پاکستان پر پالیسو نیوکه کوي او له اسلامي امارته غواړي چې د دوی ستونزې په دایمي توګه حل کړي.

سوداګر زلمي عظیمي و ویل: «د پاکستان حکومت درې میاشتې وړاندې د افغانستان پر توکو ځینې بندیزونه ولګول او شاوخوا درې نیم زره کانټینرونه د پاکستان به خاوره کې بند شول چې ورسره د پاکستان خصوصي سکټور ته درانه مالي زیانونه واوښتل.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا وايي، په ۲۰۲۳ زیږیز کال کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه میلیارده او ۴۶۸ میلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه ترسره شوې چې له منځه یې یو میلیارد او پنځه میلیون ډالره صادرات شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد طلوع نیوز ته و ویل: «د ۲۰۲۳ کال پرمهال د پاکستان او افغانستان ترمنځ شاخوا دوه میلیارده او ۴۶۸ میلیونه ډالره راکړه ورکړه شوې ده چې له ډلې یې یو میلیارد او پنځه میلیونه ډالره صادرات او یو میلیارد او ۴۶۸ میلیونه ډالر یې واردات دي.»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو ترینګلتیاو ته په کتو، په ۲۰۲۳ کال کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزه راکړه ورکړه کې ستونزې او لوړې ژورې وې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، اوس هم په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي توکو څه باندې ۴۰۰ کانټینرونه ولاړ دي.

یو شمېر سوداګر بیا د افغان سوداګرو پر وړاندې د پاکستان پر پالیسو نیوکه کوي او له اسلامي امارته غواړي چې د دوی ستونزې په دایمي توګه حل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه