Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هندي رسنۍ: افغانستان او هند تر منځ سوداګري کمزورې شوې

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د سرحدي ستونزو او د لسو ورځو لپاره د تورخم بندر د تړلو له امله د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کچه ټېټه شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بندرونو تړلو د افغانستان او هند پر سوداګرۍ د پام وړ اغېز کړی او په هندي بازارونو کې د افغاني توکو د بیو د لوړېدو لامل شوی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د افغانستان او هند سوداګري تر ډېره د کراچۍ بندر له لارې ترسره کېږي او په چابهار بندر کې سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرېدو سره کېدایشي دغه بندر د کراچۍ بندر په پرتله ښه بدیل وی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي وویل: « خپله ایران هم هند ته ډېره صادرات لري، همغه صادرات دې له عباس بندره نه کوي له چابهاره دې وکړي چې هلته کښتۍ ځي او راځي او موږ هم کولای شو چې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ کانټینرونه ولېږدوو.»

له دې سره سم، یو شمېر سوداګر وايي، پاکستان تل د سوداګریزو او ټرانزیټي توکو پر وړاندې بندرونه تړلي چې له امله یې دوی ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

دغه سوداګر له اسلامي امارته غواړي چې چابهار بندر او له دغه بندره اروپايي هېوادونو ته د سوداګرۍ د زیاتوالي اسانتیاوې برابرې کړي.

سوداګر، میرویس حاجي زاده وویل: «پاکستان تل په سوداګرۍ کې ستونزې رامنځ ته کوي او سوداګر نه شي کولای چې له کراچۍ بندره په ډاډ سره صادرات او واردات وکړي، خو حکومت مسوولیت لري چې چابهار بندر د کارونې لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړي.»

خو اسلامي امارت بیا وایي چې د توکو د لېږد د کم لګښت او د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ لپاره د اسانتیاوو د زیاتوالي لپاره هڅې کوي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: «ایران به په چابهار بندر کې ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کړي، کاري وخت یې تر ۱۶ ساعتو پورې زیات کړ او انشاالله تر ۲۴ ساعتونو پورې د اسانتیاوو رامنځ ته کول په پام کې دي.»

تر دې مخکې، د افغانستان لپاره د هند سفارت چارسمبالي د سیمه ییزې همکارۍ د ابتکار په غونډه کې د چابهار بندر له لارې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پر ارزښت او د پراختیايي مرستو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه اړیکې به لا دوامدارې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه