Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیګر ته د ا.ا غبرګون؛ د افغانستان بانک کې کافي افغانۍ شته

اسلامي امارت د سیګر د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي چې دمګړۍ په افغانستان بانک کې په کافي اندازه افغانۍ شته.

افغانستان ته د نړۍوالو د مرستو د څرنګوالي او همداراز په بازارونو کې په کافي اندازه د افغانۍ د نشتوالي او په خپلو چارو کې د افغانستان بانک د نه خپلواکۍ په تړاو د افغانستان لپاره د آمریکا د ځانګړې پلټونکې ادارې (سیګر) د راپور له خپرېدو وروسته اسلامي امارت دغه راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې د اړتیا په صورت کې به د شته پیسو سربېره نورې پیسې هم بازارونو ته وړاندې کړي.

د اسلامي امار ت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه طلوع نیوز ته و ویل: « د افغانستان بانک خدمتونه د افغانستان خلکو ګټو پر بنسټ دي او د دې بانک د پولي سیاستونو په مرسته افغانۍ خپل ارزښت ساتلی دی چې دې بیا پر بیو هم اغیز کړی دی او اقتصادي ودې سره یې هم مرسته کړې ده.»

د سیګر په دغه راپور کې راغلي چې، «طالبان» د افغانستان بانک ته د ملګرو ملتونو له لارې د پیسو له لېږده هم ګټه کوي؛ ځکه ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپلو چارو د پرمخ بیولو لپاره افغانۍ ته اړتیا لري او هغوی ډالر په د افغانستان بانک کې پر افغانۍ بدلوي.

خو اسلامي امارت د سیګر دغه څرګندونې ردوي او وايي، دغه چاره د نړۍوالو په مرستو کې لاسوهنه نه ده او د افغانستان بانک هم له دغې چارې هېڅ ډول ګټه نه کوي.

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي چې، د یوه تل پاتي اقتصاد لپاره اړتیا ده چې، د نړۍوالو مرستې په داسې برخو کې ولګول شي چې، ورسره خلکو ته په دوامداره توګه کار پیدا شي.

اقتصادي شنونکي محمد نبي افغان و ویل: « ښه خبر به دا وي چې حکومت هغه لویدلي قشر او هغو افغانانو ته چې ورځ مزدوري کوي پام وکړي او هغوی ته د فعالیت او کار زمینه برابره کړي.»

بل اقتصادي شنونکی عبدالظهور مدبر داسې نظر لري: « دافغانستان د اقتصادي وضعیت خرابتیا له امله د نړۍوالې ټولنې بشري مرسته اغېزمنې ثاتېتېدلی شي خو د پرمختګ لپاره باید د متسحلک اقتصاد سربېره د مولد اقتصاد ملاتړ هم باید وشي.»

د سیګر د دغه راپور لمخې، نړۍوالې ټولنې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره ۲ میلیارده او ۹۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه