Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري؛ صادرات لږ دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره نږدې یو نیم میلیارد ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

د دغه وزارت زیاتوي چې په دغه راکړه ورکړه کې سل میلیون ډالره صادرات شوي او د یو میلیارد او ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هم توکي وارد شوي دي. 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي چې منځنۍ اسیا ته تازه او وچه میوه او اېنج صادر شوي دي او په خبره یې د صادراتو او وارداتو د توزان د برابرولو لپاره هڅې روانې دي. 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي چې یوازې په تېرو لسو میاشتو کې له ترکمنستانه  ۴۱۷ میلیونه ډالره واردات او یو میلیون ډالر صادرات، له ازبکستانه د ۲۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات او ۱۹ میلیونه ډالره صادرات، له قزاقستانه ۱۸۹ میلیونه ډالره واردات او ۳۲ میلیونه ډالره صادرات، له تاجکستانه ۲۰ میلیونه ډالره واردات او ۱۹ میلیونه ډالره صادرات، له قرغېزستانه یو ملیون ډالره واردات او ۷ میلیونه ډالره صادرات، او له روسیې ۳۱۵ میلیونه ډالره واردات او ۴ میلیونه ډالره صادرات شوي دي. 

اخندزاده عبدالسلام جواد زیاته کړه: «د څه باندې ۱۴۸۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات ترسره شوي دي، چې ۱۳۸۱ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات او ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هم صادرات شوي دي. زموږ ډېری صادراتي توکي تازه او وچه مېوه، جوس، تالک ډبره، کچالو، پیاز، طبیعي بوټي او اینج دي.»

بل‌خوا، ځينې سوداګر وايي، منځنۍ اسیا ته د افغانستان صادرات ډېر کم دي او اړتیا ده چې په دغه برخه کې لا زیاته پاملرنه و شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، په پام کې ده چې د افغانستان د محصولاتو لپاره د بازارموندنې په موخه د روان زېږیز کال د مارچ میاشتې په اوله په ترکمنستان کې یو نندارتون جوړ شي چې افغان سوداګر به هم پکې ګډون وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان اقا نوید په دې اړه وویل: «له دغه نندارتونه مو موخه دا ده چې افغاني محصولات د ترکمنستان خلکو او هغو خلکو ته چې په دغه نندارتون کې ونډه اخلي وښایو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري خپرې شوې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۳ زیږیز کال کې له افغانستانه کابو دوه میلیارده ډالره صادرات شوي چې ډيری یې هند، پاکستان، چین او متحده عربي اماراتو ته شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه