Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکمنستان ملي مشر د افغانستان د محصولاتو له نندارتونه لیدنه وکړه

د ترکمنستان د خلکو د ملي مشر قربان‌قلي بردي محمدوف په عشق‌اباد کې د افغانستان د تولیداتو له نندارتونه لیدنه کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي طلوع‌نیوز ته وايي، د ترکمنستان ملي مشر د افغانستان له اقتصادي پلاوي سره په کتنه کې د دغه هېواد چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د ترکمنستان د ارقداق ښارګوټي په دویم فاز کې د افغانستان ګول سیخ، مرمر ډبرې، رنګ او نور توکي وکاروي.

ښاغلی عزیزي زیاتوي چې د ترکمنستان ملي مشر دغه راز د دغه هېواد چارواکو ته امر کړی چې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه د دواړو هېوادونو د اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزو مسایلو په تړاو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره پرله‌پسې ناستې ولري. 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاته کړه:«هغه پروګرامونه چې د وروستي کېدو په حال کې دي، باید کارونه یې پېل شي چې د ټاپي پروژه ده او د نورالجهاد سب‌سټېشن دی چې ښايي په نږدې ورځو کې، له روژې وروسته، د کار د پېل شاهد یې وو.»

په همدې ډول په ترکمنستان کې د هېواد د تولیداتو د نندارتون د دویمې ورځې په څنډه کې د ترکمنستان د چارواکو له خوا د توکو او خامو موادو د ګرځنده سوداګرۍ د داوطلبۍ پروګرام پېل شو.

سوداګر وايي، چې د داوطلبۍ په دغه پروګرام کې له تعرفې پرته او د ترکمنستان د ښه نیت په توګه ۱۰۰ زره ټنه کیمیاوي سره، ۷۰ زره ټنه پټرول تېل، ۲۰ زره ټنه ډېزل تېل او پلاستیکي مواد د افغان او ترکمن سوداګرو ترمنځ سیالۍ ته وړاندې شول.
 
د افغانستان د نفتو او ګازو د ملي اتحادیې مرستیال فیض احمد خوافي وايي:«له دغه نندارتونه لیدنه ډېره وه؛ په ځانګړې توګه د ترکمنستان دولت ترې تود هرکلی وکړ او خپل ملاتړ یې ترې اعلان کړ.»

بل خوا، د نندارتون يو شمېر ګډونوال دغه نندارتون ته د ترکمنانو د راتلو کچه ښه ګڼي.

سوداګرې بهار محمدي وویل:«د نندارتون دویمه ورځ ده. ښه بازار او ښه پلور مو درلود، کابو شپږ جوړې جامې مو وپلورلې، د دې سربېره چې کنفرانس و، خو بیا هم ښه وه.»

د ترکمنستان په پلازمېنه کې د افغان - ترکمن د سوداګریز نښلون د کنفرانس او د کورنیو تولیداتو د نندارتون په څنډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د اسلامي امارت د اقتصادي پلاوي په ملتیا د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او ځينو نورو چارواکو سره په جلا جلا توګه هم کتلي دي.
 
د ترکمنستان ملي مشر د افغانستان له اقتصادي پلاوي سره په کتنه کې د دغه هېواد چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان ګول سیخ، مرمر ډبرې، رنګ او نور توکي وکاروي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه