Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د ۵۰ میلیون ډالرو په پانګونې د وسپنې ویلي کولو کارخونې پرانیسته

په کابل کې د ۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت د وسپنې د ویلي کولو یوې بلې کارخونې په فعالیت پیل وکړ.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د وسپنې د ویلي کولو د کارخونې د پرانستې په مراسمو کې د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې د صنعت رول مهم بولي.

 که څه هم ملا عبدالغني برادر مني، چې د بریښنا کموالی د صنعتکارانو یوه ستونزه ده، خو زیاتوي چې په هېواد کې له پانګوالو او صنعتکارانو ملاتړ کوي.

د رییس الوزار اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر و ویل: « موږ پوهیږو چې برېښنا کمه ده، زموږ صنعتکاران وروڼه ورته ضرورت لري او موږ پرې قناعت کړی دی خو برېښنا کمه ده.»

د چارو ادارې سرپرست، نورالحق انور و ویل: «په دې کې هیڅ شک نشته چې افغانستان د تېرو څو کلونو په ترڅ کې ټکول شوی او ویجاړ شوی دی، خو دا د خوشالۍ ځای دی چې داسې نظام راغلی چې د اباد روحیه لري. »

دغې کارخونې د پنځوس میلیونه ډالرو په پانګونې سره فعالیت پیل کړی دی او د دوه زرو کسانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده. د وسپنې ویلي کولو د دغې کارخونې مسوول له اسلامي امارته غواړي چې د ګول سیخ د وارداتو تعرفه لوړه کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارووزارت سرپرست ټينګار کوي، چې په هېواد کې یې د وسپنې د تولید په برخه کې ځانبسیاینې ته د رسېدو لپاره د اسلامي امارت په لومړی دوره کې هم د وسپنې د ویلي کولو کارخونه جوړه کړې وه.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت سرپرست، خلیل الرحمان حقاني هم و ویل: کله چې اسلامي امارت راغی، الحمدلله هغه فابریکې جوړې شوې او پرانیستل شوې چې افغانستان پر ځان بسیا کړي، د وسپنې کارخونې پرانیستل شوې او ما خپله پکې پیسې ورکړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي وو، چې هېواد په ۱۳۴ قلمه توکو کې ځانبسیاینې ته رسیدلی دی او په سل قلمه نورو کې په نیمایي توګه ځانبسیاینې ته رسیدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي وو، چې هېواد په ۱۳۴ قلمه توکو کې ځانبسیاینې ته رسیدلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه