Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېر کال د افغانستان ناخالصو تولیداتو ۲۶ سلنه کموالی موندلی

نړۍوال بانک په خپل یوه نوي راپور کې ویلي چې د تېر زیږدیز کال په لړ کې د افغانستان ناخالصو تولیداتو ۲۶ سلنه کموالی موندلی دی.

د دغه بنسټ په وینا، د نشه‌يي توکو د کښت منع کېدل د دې لامل شوي چې په افغانستان کې د بزګرو په عاید کې ۱٫۳ مېلیارد ډالره کمښت رامنځته شي.

د نړۍوال بانک د راپور موندنې ښيي، که څه هم په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان صادرات نسبتاً ثابت وو؛ خو په دغه کال کې پاکستان ته د صادراتو کچه ۱۵ سلنه کمه شوې ده. د شمېرو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې پاکستان ته صادرات ۱٫۲ مېلیارد ډالرو ته رسېده، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې یو مېلیارد ډالرو ته رسېده؛ خو بل خوا په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې هند ته د خوراکي توکو صادرات ۴۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د نړۍوال بانک په راپور کې راغلي:«د افغانستان اقتصادي لرلید لا هم ناڅرګند دی او لږ تر لږه تر ۲۰۲۵ کال پورې په دغه هېواد کې د اقتصادي ځوړ خطرهم شته. د ناخالصو کورنیو تولیداتو د ودې نشتوالي او له بودیجې بهر د لګښتونو لپاره د بهرني مالي ملاتړ کمېدل د هېواد د اقتصادي لرلید تصویر تیاره ترسیموي. اټګل کېږي چې، په خصوصي سکتور کې تشکیلاتي نیمګړتیاوې او له اړینو خدماتو د نړۍوال ملاتړ کمېدل، په هېواد کې د هر ډول اقتصادي پرمختګ مخه ونیسي.»

خو اقتصاد وزارت د نړۍوال بانک د وروستي راپور په غبرګون کې وایي چې، په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې د اقتصادي ودې په موخه د یو شمېر پروژو کار پېل کړی دی. 

د دغه وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري زیاتوي چې د پانګونې راجلبول، د کانونو سکتور ته پاملرنه، د صادراتو زیاتوالی، د ډالرو د قاچاق مخنیوی او د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړېدل د اسلامي امارت له مهمو کارونو ګڼل کېږي.

ښاغلي نظري په دې هکله وویل:«د نړۍوال بانک وروستی راپور زموږ له نظره بشپړ نه‌دی؛ اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو د ودې او ملاتړ په برخو کې، د سوداګرۍ او ټرانزیت په پراختیا، د ملي پیسو د ثبات په پیاوړتیا کې، د سترو اقتصادي پروژو په پېل کې او همدارنګه د افغانستان د کرنې د پیاوړتیا په برخو کې جدي ګامونه پورته کړي موږ په هېواد کې د پړسوب نرخ کم کړی، زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان پر خلکو دې بندیزونه او محدودیتونه ژر تر ژره له‌منځه ولاړ شي.»

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وايي:«په دې کې شک نشته چې له تحول وروسته د افغانستان اقتصاد کوچنی شوی، دلیل یې د افغانستان د پیسو کنګلېدل، د افغانستان په رسمیت نه‌پېژندل او په افغانستان کې د ځواک ټکو شتون، د دوه کلونو په لړ کې د افغانیو ارزښت، د صادراتو زیاتوالی او د کانونو او صنایعو په برخه کې پانګونه ده.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي پر دې باور دي، چې د اقتصادي ودې لپاره باید بانکي محدودیتونه لرې شي او د ټاپي پروژې، د عینک مسو کان او د کاسا زر پروژې په ګډون د سترو پروژو کار باید په عملي توګه پېل شي.
 
د اقتصادي چارو شنونکی شبیر بشیري وايي:«بېخ‌بنايي پروژې مهم رول لري، په هېواد کې د کاري زمینې د برابرېدو په برخه کې کولای شي چې فوق‌العاده پرېوځي او کاري زمینې سره بې‌وزلي کموالی مومي.»

د نړۍوال بانک د راپور په يوه برخه کې دغه راز راغلي، چې د نشه‌يي توکو د کرکیلې ممنوعیت د کروندګرو په عوایدو کې يو مېليارد او ٣٠٠ مېليونه ډالره کمښت راوستى دى.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه