Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نړۍوال بازار کې افغاني زعفران؛ د ۴۹ میلیون ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه صادرات شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېر کال د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران صادر شوي وو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې تیر هجري لمریز کال کې د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران هندوستان، متحده عربي اماراتو، هسپانیا، عربستان، امریکا، اندونیزیا، ترکیې او انګلستان ته صادر شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: «د افغانستان د زعفرانو صادرات په ۱۴۰۲ کال کې، نږدې ۶۷ ټنه زعفران د ۴۹ میلیون ډالرو په ارزښت دي. ډیره برخه زعفران هند، متحده عربي اماراتو، هسپانیې، عربستان، امریکا، اندونیزیا، ترکیې او برېټانیا ته صادریږي.»

زعفران چې د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه دي ډیری په هرات، بلخ، کندهار، سرپل، ډایکنډي او ارزګان ولایتونو کې کرل کیږي او د هرات زعفران بیا د لوړ کیفیت له امله ښه نړیوال بازار لري.

د زعفرانو کارانو ملي ټولنه وایي چې له هیواده بهر ته د زعفرانو د لیږد لګښت لوړ دی او باید د بیو د کموالي برخه کې پاملرنه وشي.

د زعفران کارانو ملي ټولنې غړي، نصیر احمد نبیل و ویل:: «زموږ کمې ستونزې دي، چې همدا لېږد دی او مخکې به موږ د پوسته خانو له لارې استول چې کارګو وه او استول به یې او په لېږد کې یې هم ډیره اسانتیا وه، اوس مو دغه ستونزې شریکې کړي او هیله ده چې رسېدنه ورته وشي.»

 د زعفرانو کارانو ملي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوول، ارباب عبدالرزاق پښتون زرغوني وايي: له کروندګرو او شرکتونو سره باید همکاري وشي، او تعرفې هم باید راکمې شي، که تعرفې راټیټې نه شي نو موږ اړ یو چې ډیره ګټه واخلو، او همدا لامل دی چې مشتریان له لاسه ورکوو، په دې برخه کې باید جدي پام وشي ځکه موږ باید له خپلو رقیبانو مشتریان را خپل کړو.

 له دې سره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هم وایي چې په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې په ۲۶ ولایتونو کې له څه باندې ۱۸ زره هکتاره ځمکې څخه څه باندې ۲۳ زره مټریک ټنه زعفران را ټول شوي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین و ویل: «په ۲۶ ولایتونو کې اته زره او ۳۰۴ جریبه کرنیزه ځمکه کې په مجموعي توګه زعفران کرل شوي چې له دغې ځمکې، شاوخوا ۲۳ زره ۲۴۹ مټریک ټنه زعفران لاس ته راغلي دي.»

ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم د زعفرانو د محصولاتو د ملاتړ او لا پراختیا په موخه د نندارتونونو پر جوړولو ټینګار کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل پلاوي رییس، میرویس هوتک و ویل:‌ «غوره ده چې یو هوکړه لیک لاسلیک شي، د اسانتیاو رامنځته کولو په موخه باید د زعفرانو لپاره یو بهیر جوړ شي. چې په نورو هېوادونو کې هم غوره بازارونه و مومو.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د هیواد د زعفران کارانو ټولنې ویلي وو چې په ۱۴۰۲ کال کې په هرات کې د زعفرانو کچه دوه برابره زیاته شوې او ټاکل شوې په روان کال کې په هرات کې نږدې څلویښت ټنه زعفران ترلاسه شي.

په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې په ۲۶ ولایتونو کې له څه باندې ۱۸ زره هکتاره ځمکې څه باندې ۲۳ زره مټریک ټنه زعفران را ټول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه