د مزار شریف او صندوقلي د نفتو پروژې د تړون غوښتنه دوه کاله مخکې شوې وه خو تړون کې د تعدیل لپاره هوکړه، نن د کانونو او پټرولیم وزارت قراردادي کنسرسیوم ترمنځ لاسلیک شوه.
د دې تعدیل پر بنسټ، د همدې پروژې د تخنیکي او اکتشافي ارزونه وخت تمدید شوی.
د مزار شریف او صندوقلي د تېلو د تړون د تعدیل د هوکړه لیک له مخې چې د دوشنبې پر ورځ په ارګ کې لاسلیک شو؛ هغه قراردادي کنسرسیوم چې تر دې وړاندې مکلف و؛ د دوه زرو څلور سوو اویا کیلومټره ځمکې تخینکي سروې سره د څلور اکتشافي څاګانو له کیندلو پایته ورسوي؛ اوس مکلف دی چې د دوه زرو شلم میلادي کال تر جون میاشتې پورې د یو زرو دو سوه کیلومټره ځمکې تخنیکي سروې ترسره کړې او یوازې یوه څاه وکني.
په دې توګه به د قراردادي د فعالیتونو په کمیدو سره د هغه پانګه هم کمه شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي په دې اړه وویل:«د کنسرسیوم د هوکړې پر بنسټ ۶۰ مېلیون ډالره پانګونه کوي او د ۴۰۰ تنو ته کاري زمینه برابرېږي او د کشفي کارونو څاګانې کیندل کېږي. دا د هغه تعدیل په مقابل کې وه چې په دې وروستیو کې د اقتصادي عالي شورا او کابینې د پرېکړو پر بنسټ رامنځته شوې ده.»
د افغانستان د غضنفر ګروپ شرکت ؛د ترکیې د ترکیش پترولیم شرکت او د عربي متحده امارتو د راګڼ آیل شرکت د هغه کنسر سیوم غړي دي چې د مزارشریف او صندوقلي پروژه پر مخ وړي.
د سوداګرۍ د وضعیت بدلون ؛او د قراردادي کورنۍ تګلاره هغه لاملونه بلل شوی دي چې په یو زرو درې سوو پنځه نوي یم لمریز کال کې یې دغه کنسرسیوم ددې پروژې د تړون بدلولو ته اړاېست.
د مزارشریف او صندوقلي د تیلو پروژه د افغان -تاجیک د نفتي حوزې دوه برخې یا بلاکه دي چې په لومړي ځل یې په یو زرو درې سوو دوه نوي یم کال کې تړون لاسلیک شو . دا پروژه د دري دیرشو کلنو لپاره ده چې اته کاله یې د اکتشافي څیړولو لپاره او پنځه ویشت کاله یې د ګټې اخیستنې لپاره ځانګړي شوي دي.