Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مالدارۍ په برخه کې له فغانستان سره د چک جمهوري د همکارۍ هڅې

د چک د کرنې وزیر مارین جوریکا وايي چې د دغه هېواد حکومت چمتو دی ترڅو د ښوونې او روزنې سربېره له افغانستان سره د کرنې په برخه کې هم مرسته وکړي.

مارین جوریکا چې د دغې موخې په اړه د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلی دی، تېره ورځ پنجشنبې(د زمري په ۱۲ مه) د افغانستان د کرنې له وزیر اسدالله ضمیر سره ولیدل.

په دغې لیدنه کې، د چک د کرنې وزیر څرګنده کړه:«د چک د دولت په استازيتوب او د دغه هېواد د کرنې د وزارت په استازیتوب غواړم ووایم چې موږ نه یوازې د امنیت، ښوونې او روزنې په برخو کې له افغانستان سره همکار یوو، بلکې د کرنې د پراختیا په برخه کې هم له دغه هېواد څخه ملاتړ کوو، او زما د سفر موخه هم همدا ده.»

په همدې حال کې د کرنې او اوبو لګولو وزیر اسدالله ضمیر هم وايي چې مالداري په افغانستان کې یوه له مهمو اقتصادي برخو څخه دي چې په تېرې یوې نیمې لسیزې کې په دې برخه کې ښې پایلې ترلاسه شوي نه دي، له همدې امله حکومت هڅه کوي ترڅو د چک په ګډون د نورو هېوادونو همکاري ترلاسه کړي.

ښاغلي ضمیر زیاته کړه:«یوه له هغو برخو څخه چې موږ یې کولای شو د چک هېواد له پوهې څخ استفاده وکړو او په افغانستان کې هغه تطبیق کړو د مالدارۍ په برخه کې ده او په ځانګړې توګه د نسل په اصلاح کې، اصلاح نسل هغه برخه ده چې په افغانستان کې د ۱۵ او ۲۰ کلونو په اوږدو کې پر هغه کار نه دی شوی.»

د کرنې وزارت د مالوماتو له مخې، له دې وړاندې د چک جمهوري په افغانستان کې د مالدارۍ په برخه کې ځینې سترې پروژې عملي کړې دي.

شریک یي کړئ