Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پراختیايي پروژو څلورم پړاو له لوړو ټولنیزو اغېزو سره پیلېږي

د اقتصاد وزیر مصطفي مستور وايي چې ټاکل شوې د پراختیايي پروژو څلورم پړاو«له لوړو ټولنیزو اغېزو» سره په هېواد کې پیل شي.

ښاغلی مستور زیاتوي چې د دغو پروژو په درې پړاونو کې ۱۲۰ مېلیونه ډالر له افغانستان سره مسرته شوې او تمه کېږي په څلورم پړاو کې ۸۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت پراختیايي پروژې د دغه هېواد له مرستې سره عملي شي.
    
ښاغلي مستور په دې اړه وویل:«د څلورم پړاو پیل د لومړي او دویم پړاو تړل و چې ان شاالله تر څو راتلوونکو ورځو دا تړل کېږي او د نوي حکومت د کار پیل و چې نوي حکومت هم خپل کار پيل کړ.»

په لوړو ټولنیزو اغېزو سره پراختیایي پروژې پنځلس کاله وړاندې پېل شوې او اوس مهال د دغو پروژو په اډانه کې د هېواد د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۹۰ مېلیون ډالرو به ارزښت ۴۲۷ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
 
دا موضوعګانې نن د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو په برخو کې د پنځه پراختیايي پروژو په غونډه کې مطرحه شوې. دا پروژې د هند د مرستو له خوا تمویلېږي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالتواب بالاکرزی وايي:«نن موږ په دوه ولایتونو کې د ۱.۷ مېلیونه ډالرو په ارزښت دوه پروژې پيل کړې. د هغه یوه د فراه د لوړو زده کړو په موسسه کې تدریسي وانۍ ده او بله د البیروني دننه د سړک جوړول دي چې ۲.۷ کېلومټره اوږدوالی لري.»

پردې سربېره په لوړو زده کړو پورې اړوند دوه پروژې او د درېیو ښوونځیو جوړېدل هم په هغو پروژو کې شامل دي چې د یکشنبې پر ورځ پېل شوي. دا پروژې په بدخشان، کاپیا، فراه او نورستان کې عملي کېږي.

په افغانستان کې د هند سفیر ویني کومار څرګندوي:«دا پروژې چې موږ یې پلي کوو په بېلابېلو برخو کې له ځایي اقتصاد او ظرفیت جوړنې سره مرسته کوي. یقناً موږ د دغو پراختیایي پروژو دوام ته ژمن یوو او په راتلونکو اوونیو کې به د یو شمېرو لویو پروژو په ګډون چې د دواړو دولتونو تر منځ وروستۍ شوي دي نور هوکړه لیکونه لاسلیک کړو.»

هند په تېرو نولسو کلونو کې له افغانستان سره نژدې درې مېلیارده ډالره مرسته کړې ده.

په لوړو ټولنیزو اغېزو سره د پراختیايي پروژو په څلورم پړاو کې د دغه هېواد مرستې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال تر پایه دوام ولري.

شریک یي کړئ