د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي وايي چې د اقتصاد په عالي شورا کې د درېیو نورو توربینونو په نصب کولو سره د کجکي د برېښنا بند د پراختیا او د دغه بند د اوبو د ظرفیت د زیاتوالي د طرحې له تایید وروسته د تدارکاتو په ملي کمېسیون کې هم د دې طرحې پړاونه ترسره شوي دي.
د ورکړل شویو مالوماتو له مخې د دغې پروژې په اډانه کې به په راتلونکو کلونو کې د دغه بند ظرفیت یو ۱۵۱ مېګاواټه برېښنا ته ورسېږي.
د برېښنا شرکت مسوولین وايي چې ټاکل شوې ده د دې بند د دویمې برخې د جوړېدو کار د یوه خصوصي شرکت له لوري پېل شي.
د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي په دې اړه وویل:«دا پروژه یوه ترکي شرکت ته ورکړل شوې او ټاکل شوې چې کار یې پیل شي خو د دغې پروژې مدیریت د اوبو او برېښنا وزارت په غاړی دی.»
په همدې حال کط د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په هېواد کې د پراخیتايي پروژو په تېره بیا د بندونو د جوړولو اهمیت ته په پام سره وایي چې د کجکي د برېښنا بند په سوېلي ولایتونو کې د اوبو او برېښنا د تامینولو لپاره یو له مهمو بندونو څخه ګڼل کېږي.
د کابل پولي تخنیک استاد جاوېد صدیقي په دې اړه څرګنده کړه:«د سترو بندونو د پروژو پلي کول د دې سربېره چې سیمې د خلکو لپاره کار رامنځته کېږي، د هېواد د روانو اوبو د مدیریت لپاره هم ډېر مهم دی، پر دې بنسټ اوسنی حکومت د دغو پروژو پر عملي کولو ډېر ټینګار کوي.»
د کجکي د برېښنا بند د هېواد په سوېل کې د برېښنا د تامین لپاره یو له مهمو بندونو څخه دی.
تېر کال د ترکي شرکتونه له خوا د دغه بند د بیارغونې د چارو په بشپړولو سره د کجکې د برېنښا بند د پراختیا او د دغې پروژې د درېیو نورو تور بینونو د لګولو ګټوونکي شول.