یو شمېر متشبثو مېرمنو د «د نجونو لهخوا د سوداګرۍ پیل» تر نامه لاندې د یوه پروګرام په لارو اچولو سره وايي چې په اقتصادي برخو کې د ښځو ونډه ډېره تته ده او حکومت باید په هېواد کې د متشبثو نجونو او مېرمنو د پياوړتیا لپاره روښانه پروګرامونه ولري.
د دغه پروګرام جوړونکي،ناامني او د مالي ملاتړو نشتون په هېواد کې د ښځینه متشبثینو په وړاندې بنسټیزې ننګونې بولي.
د نجونو له خوا د سوداګرۍ د پیل بنسټ مسؤوله ذکیه صدیقي په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«د نجونو له خوا د سوداګرۍ پیل پروګرام چې د الهام بښوونکو نجونو بنسټ لهخوا عملي کېږي، د ښځو او نجونو ته د کار موندې او د کورنیو د ښهوالي لپاره په لاره اچول شوی او موږ هڅه کوو چې په مسلکی توګه هغه نجونو ته چې غواړي سوداګرۍ ته مخه کړي مرسته وکړو. »
دې ځای کې یو شمېر متشبثې او سوداګرې نجونې راغونډې شوي ترڅو په هېواد کې متشبثو ښځو د شمېر زیاتوالي له پاره د روزنې اسانتیا برابره کړي.
د کابل پوهنتون زدهکړیاله سوسن افضلي وايي:«زه له دې اند سره دلته راغلی یم چې په هېواد کې متشبثو مېرمنو د پورونو یو بانک جوړ کړم،کهچېرې خدای غوښتي وي دغه کوچنی بانک به جوړ کړم ښځو سره به مرسته وکړم ترڅو خپلو سوداګرۍ ته دوام ورکړي.»
اخوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي ټاکل شوې ده چې د دغه وزارت په چوکاټ کې د متشبثو مېرمنو ترنامه لاندې یو ریاست جوړ شي.
د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د پراختیا رییس احمد ضیاء سیدخېلي وویل:«ټاکل شوې ده د ولسمشر په حکم سره، په راتلونکي کال کې د سوداګرۍ او صنایعو په وزارت کې د کوچنیو او منځنیو متشبثو مېرمنو لپاره ځانګړی ریاست رامنځته کړو او دا کار له موږ سره به مرسته وکړي ترڅو د ښځینه سوداګرو ستونزې وپلټو او د حل لپاره یې اقدام وکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي دمګړۍ د کورنیو او په ټول کې د هېواد په اقتصادي وده کې ډېر،خو د هغوی عواید ډېر لږ دي.