د هرات ولایت یو شمېر بڼوال پر حکومت له نېوکې سره وايي چې د سړو خونو نشتوالي له امله د یوه کیلو انګورو بیه لسو افغانیو ته راټېټه شوې ده.
دوی زیاتوي چې هر کال زرګونه ټنه انګورو د سړو خونو نشتوالي او بهرنیو بازارونو ته د نه صادریدو له امله خوسا کېږي.
فیض احمد چې له ګذرې ولسوالۍ څخه د انګورو پلور لپاره د هرات ښار ته راغلی وايي:«هغه انگور چې ما بازار ته راوړي د ناوې ګوتې په نامه یادیږي، د دې انګورو ساری په نورو هېوادونو کې نشته، که دا انګور هند ته صادر شي نو په درې سوه افغانۍ یې کیلو پلورل کېږي، خو اوس دلته له سهار راهیسي ناست یم یو پېرودونکی هم نه دی راغلی چې څلور کیلو په ۶۰افغانۍ واخلي.»
هرات کې بل بڼوال، غلام سرور زیاتوي:«دا انګور چې ما بازار ته راوړي که ورته سړې خونې ووسي تر اوو میاشتو یې ساتم، که نه نو موږ خپلو د زحمتونو پایلې په ډېره ټېټه بیه پلورو.»
اوسمهال هرات کې کابو ۸زره هکتاره ځمکه د انګورو باغونو پوښلې ده.
بل بڼوال، صفيالله څرګندوي:«موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د میوو په ځانګړې توګه د انګورو ساتنې په موخه سړې خونې جوړې کړي. په نورو فصلونو کې د نورو هېوادونو انګور زموږ هېواد ته راواردیږي.»
په همدې حال کې د هرات د کرنې ریاست چارواکي هم وايي چې تر اوسه دې ولایت کې د انګورو ساتنې په موخه سړې خونې نه دي جوړې شوې.
د هرات د کرنې ریاست د پراختیا مدیر، بشیر احمد احمدی زیاتوي:«ټاکل شوې وه چې د ۵زره ټنو په ظرفیت سړه خونه د انګورو لپاره جوړه شي خو جوړونکي شرکت دا توان نه درلود او کار یې پاتې شو.»
هرات د کابو اویا ډوله انګورو درلودو سره نړیوال نوم لري، خو د څلورو لسیزو جګړو له کبله ډېر شمېر د انګورو تاکونه وچ شوي او یا ځیني ډولنه یې نه پیدا کيږي.