Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پلازمېنه کابل کې په بې مخینې توګه د اوبلن غاز بیه لوړه شوې

د کابل ښار په بازارونو کې د اوبلن غاز بیه په بې مخینې توګه مخ په لوړېدو ده.

په پلازمېنه کې د اوبلن غازو ځینې پرچون پلورونکي وايي چې د ګازو د بیې بدلون د هغوی د وارد کوونکو په لاس کې دی.

د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې د ګازو او تېلو له بازار نه د طلوع نیوز موندنې د دې ښودنه کوي چې په دغه بازار کې په یوه ورځ کې د ګازو په هر ټن کې ۱۴۰ ډالره زیاتوالی راغلی دی.

بلخوا د اوبلن ګاز او تېلو پر پلور هېڅ حکومتي بنسټ څارنه نه لري.

د شنبې په ورځ د کابل د کمپنۍ سیمه کې د هر کیلو ګرام اوبلن ګاز بیه ۶۶ افغانۍ وه، خو د یکشنبې په ورځ ۷۷ افغانۍ ته لوړ شو.

سوداګر حاجي بابا په ادې اړه وايي:«یوه اوونۍ وروسته به موټر له هغې لارې چې تړلې ده راورسېږي، دم ګړۍ په زیرمو کې ګاز نشته او خلاص شوي دي.» 

بل سوادګر باسط په دې اړه وویل:«چې د ګازو هغه دولتي زیرمې چې په سرکوتل کې دي کولای شي له سوداګرو سره په اړکیه کې شي او دا ګاز بازار ته عرضه کړي په هغه صورت کې کېدای شي چې د ګازو د بیې د لوړېدو مخه ونیول شي.»

طلوع نیوز ته سرچینې وايي چې، د نفتو او اوبلن ګازو ۱۴ لوی واردونکي په خپل منځ کې سره د نفتو او ګازو لپاره په بازارونو کې بیې ټاکي.

د نفتو او اوبلن ګازو د واردونکې ټولنې رییس توکل احمدیار چې اوس اوس د سوداګرۍ او پانګونې ریاست ته هم رسېدلی له موږ سره په یوې ټېلفوني اړیکه کې وویل چې، له هېواده بهر دی او له موږه یې وغوښتل چې د کابل د سوداګرۍ او پانګونې له رییس سره وغږېږو.

د کابل د سوداګرۍ او پانګونې رییس سره له دې چې وايي د بازار مدیریت د اصلي سوداګرو په لاس کې دی؛ خو د ګازو د دغې لوړې بیو د ټاکلو مسوولیت، د بې نوم او نښانه کسانو پر غاړه وراچوي.

د کابل د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رییس حسیب رحیمي وویل:«ځينې کسانو چې ځانونه یې له سوداګرو سره ګډ کړي، هغوی په ځينو موردونو کې ناوړه استفادې هم کوي چې په بازار کې بیه داسې مدیریت کوي چې په خپله یې غواړي.»

په داسې وضعیت کې خلک له حکومته د مرستې په تمه دي.

د کابل اوسېدونکی محمد ظریف ناصري وايي:«دولت باید په دې برخه کې پاملرنه وکړي او یو پلاوی واستوي چې ولې په ازاد بازار کې د ګازو بیه ۹۰ افغانۍ دی او دولتي ګاز ۴۰ او ۴۵ افغانۍ دی؟»

د کابل اوسېدونکی کاظم هم څرګنده کړه:«په تېر کې داسې بیه چې اوس ده نه وه.»

خو د تېلو او ګازو د تنظیم اداره چې د تېلو او ګازو د بازار د تنظیم او څارنې په موخه جوړه شوې، یوه مسوول له طلوع نیوز سره په ټېلفوني اړیکه کې وویل چې، دغه اداره لا تر اوسه رییس نه لري او په بشپړه توګه لا جوړه شوې هم نه ده.

د یادولو وړ ده چې، د تېلو او اوبلن ګازو د تصدۍ نظر مو په دې اړه ترلاسه نه شوای کړای.

شریک یي کړئ