Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرنې وزارت: سږکال به افغانستان کې ۲۴ټنه زعفران تولید شي

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د اټکل له مخکې سږکال به په هېواد کې ۲۴ ټنه زعفران تولید شي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي چې سږکال په هېواد کې د زعفرانو کښت ۱۰ سلنه زیات شوی او د هغوی لومړنۍ موندنې ښيي چې په ټول هېواد کې د زعفرانو حاصلات مخ په زیاتوالي دي.

زعفران هغه صنعتي بوټی دی چې په دې وروستیو کلونو کې د هېواد یو له مهمو صادراتي توکو شمېرل کېږي.

د کرنې وزرات ویاند اکبر رستمي په دې اړه وايي:«داسې اټکل کېږي چې سږ کال به په افغانستان کې د زعفرانو د تولید کچه کابو ۲۴ مټریک ټن ته ورسېږي.»

د دغه وزارت چارواکي وایي چې سږکال هېواد کې په شاوخوا اته زره هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي دي، په داسې حال کې چې تېر کال په شاوخوا اووه ۷ زره او ۵۵۰ هکټاره ځمکې کې زغفران کرل شوي وو.

بل خوا د زعفرانو ځينې کروندګر له حکومته غواړي چې د هېواد زعفرانو ته د بازار موندنې لپاره هڅې وکړي.

په هرات ولایت کې د زعفرانو کروندګر عبدالهادي نظري وویل:«موږ له دولت څخه تمه لرو چې په دې برخه کې ډېر کار وکړي چې د زعفرانو بیه لوړه شي، او د هرات زعفران بېرته خپل ځای ګی پيدا کړي.»

په هرات ولایت کې د زعفرانو کروندګر علاء الدین امیري هم څرګندوي:«موږ د تېر کال زعفران هم لرو چې ونه توانېدو صادر یې کړو.»

د افغانستان زعفران لوړ کیفیت لري چې له همدې امله په بازارونو کې یو کیلو دا زعفران تر زرو ډالرو پورې پلورل شوي دي.

خو د زعفرانو د ځينو کروندګرو په وینا له یوه کال راهیسې په نړیوالو بازارونو کې د هېواد د زعفرانو بیه ټیټه شوې ده.

د زعفرانو یو شمېر کروندګر وایي چې حکومت باید د زعفرانو د معیاري کرنې او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي چې په هېواد کې د زعفرانو کرکېله زیاته شي.

شریک یي کړئ