فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: پاکستان ته د سولې عالي شورا د رییس سفر
د پاکستان د بهرنیو چار وزیر، شاه محمود قریشي د هېواد د ملي مصالحې شورا له رییس، عبدالله عبدالله سره لیدنه کې وايي چې هېواد یې د افغانستان ملاتړ کوي.
ښاغلی عبدالله نن(دوشنبې د وږي په ۷مه نېټه) پاکستان ته ولاړ او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره یې ولیدل.
ښاغلي قریشي همداراز هیله څرګنده کړې چې پاکستان ته د ښاغلي عبدالله او د ورسره پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ تازه پړاو پرانیزي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د افغانستان د ملت ګوند رییس، جعفر مهدوي
د پاکستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی، محمدعمر داوودزی