فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: هلمند کې د جګړو له کبله د زرګونو کورنیو بې ځایه کېدل
هلمند کې سیمه ییز چارواکي وايي د وروستیو څو ورځو جګړو له کبله په دغه ولایت کې ۴ زره کورنۍ بې ځایه شوې دي.
هلمند کې بې ځایه شوي کسان د جګړې له ښکېلو لوریو غواړې چې د خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي او جګړه بس وکړي.
له دې سره پر یو وخت د هلمند سېمه ییز چارواکي وایي د لښکرګاه شاوخوا سیمو کې یې عملیات پیل کړي او پهکې ۲۶ تنه طالبان وژل شوي.
بل خوا کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست وایي طالبان باید بریدونه بند کړي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه :
د ولسمشر د ویاند مرستیال، دواخان مینه پال
د ولسي جرګې پخوانی غړی، عبدالرحیم ایوبي