فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: غني پر طالبانو له دولت سره د مخامخ خبرو غږ وکړ
ولسمشر غني د افغان سولې بهیر په تړاو د ځانګړې وینا پرمهال پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانانو د سولې غږ ته هرکلی ووايي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.
ښاغلي غني (دوشنبې د سلواغې په ۸مه نېټه) وویل طالبانو دوه غوراوي لري چې یا به له افغان ولس سره یوځای کېږي او یا به هم د پردیو د موخو وسیله ګرځي د طالبانو لخوا جګړه د پیاوړي دولت د جوړېدو مخه نیسي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع د سیاسي چارو کارپوه، میاګل وثیق او د ولسي جرګې له غړي، عبدالحفیظ منصور سره خبرې شوې دي.