فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: قطر کې د امریکا او طالبانو استازو تازه لیدنه
قطر کې د طالبانو استازو د یکشنبې پر ماښام د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او همدارنګه د قطر بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند وايي چې په دغې لیدنه کې ملاعبدالغني برادر، محمد فاضل، ملاخیرالله خواه، مولوي امیرخان متقي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر د سولې خبرو اترو د پایلو او د خبرو د راتلوونکو ګامونه په اړه سره بحث او خبرې کړې دي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د مشرانو جرګې غړی، عبدالله قرلق
د پوهنتون استاد، فیض الله جلال