فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: مالیې وزارت ته پر ۱۵میلیارده افغانۍ ورکړې نیوکه
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون ځينې غړي، له مرکزي بانک نه مالیې وزارت ته د ۱۵مېلیارد افغانیو پر لېږد نیوکه کوي او ټینګار کوي چې د مرکزي بانک رییس، د ولسمشر دویم مرستیال او د سترې محکمې رییس دې محاکمه شي.
طلوع نیوزو د شنبې په ورځ (د مرغومې په ۱۴مه) رپوټ خپور کړ چې د هغه پر بنسټ د سترې محکمې رییس د ولسمشر د شفاهي لارښوونې پربنسټ، له مرکزي بانک نه مالیې وزارت ته د ۱۵ مېلیارد افغانیو د لیږد حکم لاسلیک کړی دی.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
• د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رییسه، آمنه احمدي
• حقوقپوه، سبحان مصباح
په دې اړه مو اندونه