د عامې روغتیا وزارت تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۷۱ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(دوشنبې د تلې په ۲۱مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې دغه پېښې د ۵۶۵ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
همداراز تېرو ۲۴ ساعتونو کې هرات او بلخ کې د کوویډ۱۹ دوه ناروغان مړه شوي هم دي.
د یادولو ده چې تازه پېښې ۲ کابل، ۲۹، هرات، ۳ کندهار، ۲ ننګرهار، ۵ تخار، ۷ بامیان، ۴ کندز، ۶ بغلان، ۱ دایکندي، ۱ بادغیس، ۲ نیمروز، ۴ پروان، ۲ غور، ۱ هلمند او ۲ هم په خوست ولایت کې ثبت شوې دي.
له تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹ زره او ۸۷۰ ته ورسید چې له ډلې یې ۵۲۷۳ یې فعالې دي.