Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د علي جناح روغتون د اکسیجن تولید کارخونه پرانیستل شوه

نن یکشنبې (د لیندلۍ په ۹مه) کابل کې د علي جناح روغتون د اکسیجن تولید کارخونه پرانیستل شوه.

د دغه روغتون د نورو برخو په څېرو دا برخه هم د پاکستان په مرسته فعاله شوې ده او د روغتیا نوماند وزیر په وینا، دا کارخونه کولای شي چې د علي جناح روغتون د ۳۰۰ بسترونو لپاره په هم مهاله او دوام داره توګه اکسیجن تولید کړي. 

په هرو ۲۴ ساعتونو کې د نورو روغتونونو لپاره د اکسیجن ۱۲۰۰ ډبو تولید د دغې کارخونې له نورو وړتیاو څخه ښودل شوي دي.

د علي جناح په روغتون کې د اکسیجن د تولید د کارخونې د پرانستې په مراسمو کې د عامې روغتیا نوماند وزیر احمد جواد عثماني په وروستیو ورځو کې د کوویډ نولس ناروغانو د شمېر د زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکوي:«ځينې ناروغان چې موږ په بستر کې لرل، پنځه برابره زیات شوي او د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر څه باندې درې برابره شوي او دا د دې ښودنه کوي چې دغه ګراف د زیاتېدو په حال کې دی.»
 
د عامې روغتیا نوماند وزیر له کورونا سره د مبارزې په برخه کې د خلکو پر همکارۍ ټینګار کوي.

د عامې روغتیا نوماند وزیر احمد جواد عثماني زیاتوي:«خلک باید وېره او تره او اضطراب ونه لري؛ خو روغتیايي سپارښتنې باید په جدي او بنسټيزې توګه په پام کې ونیول شي. د ماسک اغوستل؛ که چېرې زموږ ۹۵ سلنه خلک ماسک واچوي، موږ کولای شو چې په افغانستان کې د کورونا ویروس ګرځند او خپرېدل تر کنټرول لاندې ولرو.»

په افغانستان کې د پاکستان سفیر د کابل په لوېدیځ کې د علي جناح په روغتون کې د اکسېجن د تولید د کارخونې د پرانستې په مراسمو کې په دغه روغتونو کې د ظرفیتونو د لوړولو لپاره د خپل هېواد د هڅو د دوام خبره کوي. د دغه پاکستاني ډيپلوماټ په وینا اسلام آباد تل د دغه روغتون جوړېدل او پرمختګ له کابل سره په خپلو همکاریو کې شامل بللي دي.
  
په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان وايي:«د افغانستان ډېری وګړي د سرطان د درملنې لپاره پاکستان او یا نورو هېوادونو ته ځي؛ خو موږ هڅه کوو په دغه روغتون د سرطان د درملنې څانګه هم جوړه کړو.»

په افغانستان کې د پاکستان سفیر، د خپلو خبرو په یوې برخه کې د سولې په برخه کې د اسلام آباد او کابل پر اړیکو  هم خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه:«موږ به د یوه هېواد په توګه د افغانستان همکار پاتې شو او د سولې په برخه کې به یې مرسته وکړو.»

د یکشنبې پر ورځ د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې ۲۵۲ تنه پر کورونا ویروس اخته شوي دي او په همدې موده کې د کوویډ نولس ۱۱ ناروغان مړه شوي دي.

 په دې شمېرو سره، په افغانستان کې د کوویډ نولس د رسمي ناروغانو شمېر ۴۶ زرو ۲۱۵ ته ورسېد او د کورونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۶۳ تنو ته ورسېد.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه