د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۵۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دغه مالومات چې نن(چهارشنبې د سلواغې په ۱۵مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي ښیې چې یاده موده کې د کوویډ۱۹ یو ناروغ مړ شوی هم دی.
تازه پېښې ۱۱ کابل، ۶ هرات، ۲ کندهار، ۲ بلخ، ۱۹ ننګرهار، ۱ تخار، ۱ پکتیا، ۱ پروان، ۱ کندزو ۲ بدخشان، ۲ بادغیس، ۱ هلمند، ۲ لغمان، ۲ فراه او ۵ هم خوست ولایت کې ثبت شوې دي.
اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵ زره او ۲۳۱ ته رسیږي چې له ډلې یې ۴زره او ۸۴۲ ته رسیږي.
همداراز تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۲ زره او ۴۰۷ کسان مړه شوي دي.